نړۍ

په امریکا کې یوه سړي د خپلې کورنۍ څلور غړي چړې سره ووژل

د متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې یوه سړي د یکشنبې په ورځ د چړې په ګوذارونو د دوو ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ څلور غړي ووژل.

پولیسو ویلي دا پېښه په «فار راکاوي کائینزَ» سیمه کې شوې او ۳۸ کلن شکمن دوه پولیس چې سیمې ته لېږل شوي وو هغه هم په چړې سره ټپیان کړل.

د پولیسو په وینا، وروسته یوه پولیس بریدګر وژلی دی.

دغه کس له دې مخکې هم د کورني تاوتریخوالي په تړاو نیول شوی و.

پولیسو ویلي چې په قربانیانو کې یو ۱۲ کلن هلک، یوه ۱۱ کلنه نجلۍ، یوه ۴۴ کلنه مېرمن او یو دېرش کلن سړی شامل دی.

د پولیسو په وینا، د یوولس کلنې نجلۍ مړی د کور په مخکې او د نورو مړي بیا د خوب په خونو کې موندل شوي دي.