افغانستان

په اتریش کې د یو شمېر سیاستوالو درېیمه ناسته

یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو د افغانستان په اړه د ویانا په درېيمه ناسته کې ګډون کړی دی.

په دې ناسته کې چې نن پيل شوې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون کړی دی.

مقاومت جبهې په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ناسته د اتریش د نړیوال انستیتوت په کوربتوب جوړه شوې او ګډون کوونکي یې د طالبانو د مخالفو بهیرونو استازي او شخصیتونه دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې د ناستې ګډون وال د امنیتي، بشري حقونو، ښځو، د ډلو او سیاسي ګوندونو ترمنځ د اجماع، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د بحثونو او مشورو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې نقشې د وړاندې کولو په اړه د نظر تبادله وکړي.

ددې جبهې په وینا، د دغې ناستې ګډون وال به د نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو له یو شمېر استازو سره د افغانستان په اړه د بحث په موخه وګوري.

د ویانا بهیر له مهمو نړیوالو ناستو څخه ده چې د اتریش دولت په هڅو سره جوړېږي او په هغې کې هر کال د طالبانو مخالف ګونډونه، ډلې او سیاسي او مدني شخصیتونه ګډون کوي او د افغانستان په هکله خبرې اترې کوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې مخکې په تېره یوه میاشت کې مسکو او دوشنبې د افغانستان په اړه د دوو ناسته کوربه وو.