نړۍ

د فلیپین په یوه پوهنتون کې د چاودنې په پایله کې درې تنه مړه او ۹ نور ټپیان شول

د فلیپين په سویل کې د یوه پوهنتون په ورزشي سالون کې د چاودنې له امله لږترلږه درې تنه مړه او ۹ نور ټپیان شول.

د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې پېښه نن یکشنبه سهار داسې مهال وشوه چې یو شمېر کسان د «کاتولیک عشا» په مراسمو کې د ګډون لپاره د میندانایو ایالتي پوهنتون په ورزشی سالون کې راټول شوي وو.

له پېښې خپاره شوي تصویرنه د «لانایو دل سور» والي مامینټال ادیونګ جونیور ښيي چې روغتون کې یې د پېښې له ناروغانو او د چاودنې له ځایه لیدنه کړې ده.

مامینټال ویلي: «زه د نن سهار له تاوتریخوالي ډکه پېښه غندم. پر ښوونیزو ځایونو ترهګریز بریدونه باید ودرول، او همدارنګه وغندل شي؛ ځکه دا مرکزونه د سولې کلتور دود ګرځوي.»

 د دغه هېواد ایالتي پولیسو ویلي، چې پېښه ښايي د «اسلامي دولت» د پلویانو ملېشه ځواکونو له خوا د غچ اخیستنې برید وي.

دا چاودنه داسې ښار کې شوې چې په ۲۰۱۷ کال کې د پنځو میاشتو لپاره د «اسلام‌پالو» ملېشه ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه.

د فلیپين پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې د جمعې په ورځ یې ۱۱ ملېشه ځواکونه له دې ډلې د «فلیپين اسلامي دولت» غړي چې د اسلامي دولت یوه غوښتونکې ډله ده، په یوه لړ پوځي عملیاتو کې د دل سور په ماګویندانایو ولایت کې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې میندانایو پوهنتون تر بلې خبرتیا تړل شوی دی.