سویلي آسیا

پاکستان کې پر یوه بس د ناپېژانده وسله‌والو برید

د پاکستان د ګلګت بلټستان په چلاس ښار کې پر یوه مسافر وړونکي بس د ناپېژانده وسله‌والو د «ډزو» په پایله کې لږترلږه اته تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له ډزو وروسته بس له کنټروله وتلی او له یوه بل باروړونکي موټر سره لګېدلي چې د دې موټر د اور اخیستو لامل شوی دی.

د دې راپور له مخې، د مسافرو دا لېږدوونکی موټر راولپنډي ښار ته روان وو، چې د ګلګت بلټستان په «غیزر» سیمه کې برید پرې وشو.

تر اوسه د دې برید انګېزه روښانه نه ده؛ خو پاکستاني پولیسو دا برید «ترهګریز» بللی او ټینګار یې کړی چې عاملین به یې د قانون منګولو ته سپاري.

د چلاس ښار پولیسو ویلي، چې د پېښې ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.