نړۍ

د اسراییلو له‌خوا پر غزې د بمبارۍ دوام

د اسراییلو او حمال ترمنځ لنډمهاله اوربند له پای‌ ته رسېدو وروسته له دوو ورځو راهیسې بیا نښتې پيل شوې.

نن (شنبې) رویټرز په غزې ښار کې د څو چاودنو تصویرونه خپاره کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند د بیا غځولو په اړه خبرې له ماتې سره مخ شوې.

ددغو خبرو منځګړي وايي چې د اسراییلو له‌خوا پر غزې بمبارۍ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې پېچلې کوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په ماښام وویل چې پر دې ښار د اسراییلو په بریدونو کې ۱۸۴ تنه وژل شوي او لږترلږه ۵۸۹ نور ټپيان شول.

له بلې خوا، اسراییلو تر بل خبرتیا پورې غزې ته د بشردوستانه مرستو د رسېدو مخنیوی کړی دی.

اسراییلو پر ایکس پاڼه ویلي «په رفع پوله کې ټولو سازمانونو او فعالو بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې غزې تړانګې ته د مرستې رسوونکو لاریو ورتلل له نن ورځې تر بلې خبرتیا پورې منع دي.»

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وایي چې د بشردوستانه مرستو نشتوالی د لازیات کړاو او مرستندویه بنسټونو فعالیت په وړندې خنډ کېږي چې له امله یې ملکي او بې ځایه شوي وګړي له لازیاتو ستونزو سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې دي د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند غځولو په اړه خبرې اترې له ماتې سره مخ شوې او اسراییلو له دوو ورځو راهیسې پر غزې یو ځل بیا بریدونه پيل کړي دي.