افغانستان

هرات ته ستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي

له پاکستانه را ایستل شوې یو شمېر کورنۍ چې اوس د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوې، د سرپناه او د ژوند د نورو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

دغه راستانه شوي وايي چې په دې ساړه موسم کې له ګڼو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي او هيڅوک ورته رسېدنه نه کوي.

په دې راپور کې د هغو کورنیو ژوند انځور شوی دی، چې وايي، ان یوه خیمه هم نه ده ورکړل شوې.

دا ۵۵ کلنه مېرمن ده چې وايي یوه میاشت وړاندې له خپل معلول خاوند سره په زوره له پاکستانه ایستل شوې او اوس د هرات ګلران ولسوالۍ ته لېږدول شوې ده.

اوس یې اندېښنه دا ده چې د شپو او ورځو تېرولو لپاره ان یوه خیمه هم نه لري او له مجبوریته یې د خپل یوه خپلوان په کور کې پناه اخیستې ده.

له پاکستانه راستنه شوې زریما وايي: «موږ ستونزه لرو، ځای نه لرو، خیمه نه لرو. موږ دوه تنه یوو کوم زیارکښ زوی هم لرو.»

غوښتنه یې دا ده چې مرستندویه بنسټونه ژر تر ژره له دوی سره مرسته وکړي.

نوموړې زیاتوي: «زه هیڅ شی نه لرم، د هر ماښام لمانځه وروسته، مسلمانان له ما سره یوه مړۍ ډوډۍ مرسته کوي، دوی زما نوم لیکي، او بیا وايي چې ستا نوم پورته نه دی راغلی، دوی تر اوسه درې ځله زما نوم لیکلی دی، خو تر اوسه یې له ما سره مرسته نه ده کړې.»

د هغې خاوند معلول دی او د راتلونکي په اړه اندیښمن، ټولې هیلې یې په مرستو پورې تړل شوې دي.

له پاکستانه راستون شوی عبدالقیوم وايي: «له خپلې مېرمنې سره دلته وغورځېدو، څوک له موږ سره مرسته نه کوي، ګاونډیان لږ څه مرسته کوي، خو زموږ لپاره بسنه نه کوي.»

دا له پاکستان څخه د راستنېدونکو د وضعیت یوه کوچنۍ بیلګه ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۴۰۰ زره کسان یا ایستل شوي او یا هېواد ته ستانه شوي دي.