نړۍ

قزاقستان کې اورلګېدنې د ۱۳ تنو ژوند واخیست

د قزاقستان د ترټولو لوی ښار «الماتا» په یوه لیلیه کې د اورلګېدنې له امله دیارلس تنه مړه شول.

د دې هېواد د پولیسو ادارې ویلي، چې د پېښې په قربانیانو کې ۹ قزاقستاني، دوه روسي او دوه د ازبکستان وګړي دي.

اورلګېدنه نن پنجشنبه سهار په یوه تل‌خونه لرونکې درې پوړیزه ودانۍ کې چې ۷۲ تنو پکې ژوند کاوه، شوې ده.

د دې هېواد د چارواکو په وینا قربانیان له اورلګېدنې وروسته د لوګي د تنفس له امله مړه شول او ۵۹ تنه نور بریالي شوي چې له ودانۍ ووځي.

قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی چې د یوه هندي محصل په ګډون څلور تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

د الماتا ښاروال اربولات دوسایف وايي: «د قزاقستان د روغتیا وزارت د قانون له مخې، په تل‌خونه کې د میلمنو ځای‌پرځای کول منع دي. جوړول او لوړول یې په روغتیایي معیارونو جواز لري؛ خو دا پوښتنې پاتې کېږی چې هلته څو تنه اوسېدل او ولې هلته ځای‌پرځای شوي دي. له تل‌خونو باید د نورو مسایلو لپاره کار واخیستل شي؛ لکه پخلنځی، زېرمتون، د توکو د ساتلو ځای او داسې نور. موږ دې ته رسېدنه کوو؛ خو پرېکړه به څېړنې وکړي.»

تر اوسه د اورلګېدنې لامل روښانه نه دی.

د قزاقستان دولت ویلي، چې د دې پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی کمیسیون رامنځته شوی دی.