افغانستان ښځې

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه شوې

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د «بشري حقونو» له سرغړونې اندېښنه څرګندوي او وايي چې طالبانو په دې اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې «زده‌کړو ته د نجونو او ښځو د لاس‌رسي پر حق» ټینګار کړی دی.

له دې سره هم‌مهاله «د افغان مېرمنو د ملي یووالي چتر» د سزا نړیوالې محکمې ته یو لیک چمتو کړی او په هغه کې یې افغانستان کې د «بشري حقونو د سرغړونې» عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې وروسته د بشري حقونو ټول قوانین په ښکاره توګه د طالبانو له خوا تر پښو لاندې او افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه شوې ده.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان د بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي. یاد سازمان همداراز زده‌کړو ته د ښځو او نجونو پر لاس‌رسي هم ټینګار کړی دی.

له کار او زده‌کړو یو شمېر بې‌برخې نجونې د ژوندانه وضعیت خرابوالي ته په اشارې د طالبانو له خوا د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

له بلې خوا «د افغان مېرمنو د ملي یووالي چتر» د سزا نړیوالې محکمې ته د یوه پرېکړه‌لیک په چمتو کولو افغانستان کې «د ښځو له بشري حقونو سرغړونې» ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې راغلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو ټول قوانین په ښکاره تر پښو لاندې کړي دي.

اوس‌مهال د شپږم ټولګي نجونو په ګډون د زده‌کوونکو کلنۍ ازموینې روانې دي او زرګونه نجونې له شپږم ټولګي فارغېږی؛ ښايي راتلونکی کال ونه‌شي کولای ښوونځي ته ولاړې شي او د لسګونه زره بې‌برخلیکه نجونو زده‌کوونکو له ډلې سره یو ځای شي.