نړۍ

د سیرالیون په پلازمینه کې د برید له امله ۲۰ تنه ووژل شول او نږدې دوه زره بندیان وتښتېدل

د سیرالیون چارواکو تایید کړې ده چې د یکشنبې په ورځ د دې هېواد پر یوه پوځي مرکز د ملېشه ځواکونو په برید کې ۲۰ تنه ووژل شول او نږدې دوه زره بندیان وتښتېدل.

ملېشه ځواکونو یکشنبه د افریقا لوېدیځ سیرالیون هېواد په پلازمېنه «فري‌ټاون» ښار کې ډزې وکړې او خلک یې اندېښمن کړل. د دې هېواد حکومت ویلي دي، چې «خاینو سرتېرو» په دې برید کې لاس درلود او بریدګر یې په شا تمبولي دي.

د سیرالیون د پوځ ویاند عیسی بانګورا رویټرز ته ویلي چې د دغه برید په قربانیانو کې ۱۳ سرتېري، درې بریدګر، یو پولیس، یو ملکي وګړی او یو د امنیت کارکوونکی شامل دي.

د دې هېواد چارواکو دوشنبه ورځ رویټرز ته وویل، چې د «پدمبا» سړک مرکزي زندان ته د بریدګرو په ننوتو سره کابو یو زر او ۸۹۰ بندیان وتښتېدل چې تر اوسه یې یوازې ۲۳ تنه بېرته نیول شوي دي.

د سیرالیون پوځ همداراز ویلي، چې بریدګرو په یوه دوه ساعته برید کې د دې زندان اصلي دروازه ماته کړه چې د زندانیانو د تېښتې لامل وګرځېد.

د دې هېواد چارواکو تر اوسه د بریدګرو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.