افغانستان

په یوه ورځ له ایران او پاکستانه د څه د پاسه درې زره او ۷۰۰ کډوالو ستنېدل

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت او همداراز پاکستانيو چارواکو د شمېرو له مخې په یوه ورځ (د لیندۍ پنځمه) څه د پاسه درې زره او ۷۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ په پنځمه) یو زر او ۶۴۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د لیندۍ په څلورمه څه د پاسه دوه زره او ۱۰۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه ویلي چې تېره ورځ دوه زره او ۶۷ افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، له هغوی څخه ۳۵۷ تنه د مرستې په موخه د کډوالۍ د نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې په تېرو ۲۶ ورځو کې، ۲۵۴ زره او ۷۷۵ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د ملګروملتونو شمېرې ښيي چې د روان زېږدیز کال له نیمايي راهیسې، کابو ۴۰۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.