افغانستان

له ایستل شویو کډوالو سره د ایرانیو پولیسو پر ناسم چلند د دوی نیوکه

له ایرانه یو شمېر ایستل شوي چې نه غواړي نومونه یا انځورونه یې په راپور کې خپاره شي، آمو ته ویلي ایرانیو پولیسو دوی وهلي ټکولي دي.

یو شمېر نورو هم ویلي چې ایرانیو پولیسو د دوی پاسپورتونه څیرې کړي دي.

په ایران کې یو شمېر کډوال وايي چې ددغه هېواد حکومت په وروستیو ورځو کې د کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

له ایرانه ایستل شوی کډوال محمد عارف وایي: «ایرانیان له موږ سره ناوړه چلند کوي. زموږ د کار په بدل کې پیسې نه راکوي، زموږ د استوګنې اسناد یې څیرې کړل، زموږ هیله دا ده چې د ننه په هېواد کې د کار زمینه برابره شي ترکومه به په ایران کې کډوال وو؟»

په هرات کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوولینو آمو ته ویلي چې هره ورځ له یو زر او ۵۰۰ تر درې زره کډوال له ایرانه ایستل کېږي او یا هم په خپله خوښه بېرته راستنېږي.

له ایرانه ایستل شوی کډوال محمد نبي غلامي وايي: «له ایرانه وایستل شوو، ایرانیان له افغانانو سره ډېر بد چلند کوي او ځوروي یې، وايي چې ولې راغلي یاست.»

نفيسه دوه کاله وړاندې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، په هېواد کې د بې وزلۍ او د کار د نشتوالي له امله؛ له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوه.

هغه وايي، ټول شته یې وپلورل څو ایران ته د تګ لپاره لګښت پوره کړي.
اوس یوه اونۍ کېږي چې ایراني پولیسو هغه او کورنۍ یې ونیول او افغانستان ته یې راستانه کړل. نفیسه وايي، نور د پاتې کېدو لپاره سرپناه او د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري.

دوه میاشتې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ایراني رسنیو ته ویلي و، چې په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ چارواکي وایي، دا سازمان په راتلونکو شلو ورځو کې د هغو کډوالو د شمېر په اړه چې له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي او یا بیرته راستانه شوي یو راپور خپور کړي.