افغانستان

په تاجکستان کې د هرات امنیتي ناستې پیلېدل

په دې ناسته کې له شلو هېوادونو او سازمانونو ۱۵۰ تنو ګډون کړی دی.

د «هرات امنیتي» ناسته د شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د سیاسي ډلو د ۱۵۰ استازو په ګډون د تاجکستان په «دوشنبې» ښار کې د دوو ورځو لپاره جوړېږي.

د افغانستان د ستراتیژيکو څېړنو انستیتوت رییس داوود مرادیان ویلي چې دا ناسته به د افغانستان په اړه د خبرواترو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه وايي: «د هرات په امنیتي ناسته کې، موږ غواړو چې «له طالبانو وروسته افغانستان» په خبرواترو سره انځور کړو.»

د افغانستان د ستراتیژيکو څېړنو انستیتوت رییس وویل: «دا ناسته به د افغانستان په اړه د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.»

نوموړي زیاته کړه: «د سږ کال د خبرواترو چورلیز تر ډېره د افغانستان د راتلونکي په اړه دی؛ هغه دا چې څه باید وشي؟ دا چې آیا طالبان د حل لارې یوه برخه کېدای شي؟ که طالبان د حل لارې کېدو د یوې برخې کېدو اراده او ظرفیت لري؛ له «طالبانو وروسته» افغانستان انځورول پیلوو.»

ښاغلی مرادیان وايي: «د هرات په امنیتي ناسته کې، موږ غواړو په بحثونو سره «له طالبانو وروسته افغانستان» برخې انځور کړو.»

د راپورونو له مخې، د «هرات امنیتي» ناسته کې د افغانستان د مخکیني حکومت یو شمېر سیاسي او حکومتي څېرو هم ګډون کړی دی.

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان، په دوشنبې ښار کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر، د پخواني دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د هېواد د مشرانو جرګې مخکینی مرستیال محمد علم ایزدیار، په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ او یو شمېر نور سیاستوال په دې ناسته کې برخه لري.

د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او د دې ناستې یو ویناوال وايي: «واقعیت دا دی چې طالبان د افغانستان د جمهوري دولت د ناکارندوالي او په سیاسي نړیوال نظام او د نړۍ په کچه د ستراتیژيکو بدلونونو په پایله کې واک ته ورسېدل او قدرت یې ترلاسه کړ.»

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتوت رییس داوود مرادیان د دې ناستې په پیل کې وویل چې سږ کال به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې اترې وشي او دا چې آیا طالبان د حل‌لارې یوه برخه دي که نه.

دا د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د «هرات د امنیتي» ناستې دوهمه غونډه ده چې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې جوړېږي.