افغانستان

له پاکستانه د یو میلیون بې‌اسناده کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو پيلېدل

د پاکستان په کراچۍ ښار کې چې زرګونه افغان کډوالو پکې ژوند کاوه. پولیس د نادرا ادارې له کارکوونکو سره په کډوال میشتو ښارګوټو کې د ټولو کورونو پلټنه کوي ترڅو بې اسناده کډوال پیدا کړي.

ښځې، نارینه او ماشومان ټول د دوی له خوا پلټل کېږي ترڅو هېڅ یو د ایستلو له بهیره پاتې نه شي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر هم د کډالو ایستلو د دوهم پړاو له پیلېدو خبر ورکوي او وایي چې د راتلونکي زېږدیز کال د جنورۍ تر پایه به یو میلیون بې اسناده کډوال له دغه هېواده وایستل شي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي: «دولت د کور په کور پلټنې سیاست پیل کړی چې له مخې یې پولیس او نور اړوند بنسټونه د هر کډوال د هویت کارتونه ارزوي.»

خو د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړې کمېشنرۍ یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د ژمي په موسم کې د کډوالو ایستل ودروي.

اخوا، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وايي: «د پاکستان دولت باید د ژمي په موسم کې د کډوالو ستنول ودروي، ځکه په افغانستان کې یخني واقعا وژونکې ده او د انسانانو ژوند ته ګواښ پېښولای شي. ددغه حکم له اعلان راهیسې، کابو ۴۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي او ډېری یې په وېره او بیړه ولاړل او ډېری یې آن نه پوهېږي چې د افغانستان کوم ځای ته لاړ شي ځکه ډېره موده هلته نه وو.»

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړې کمېشنرۍ په پاکستان کې د کډوالو د ناوړه چلند او نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او یلي یې دي چې آن هغه کډوال چې اسناد هم لري د پاکستان حکومت له خوا ایستل شوي دي.

ښاغلی بلوچ زیاتوي: «له همدې امله موږ غواړو چې له افغانانو سره هر ډول چلند باید انساني وي. همداراز د پاکستاني چارواکو په اعلامیو کې د دې لپاره چې له کډوالو سره منصفانه چلند وشي ترې هرکلی کوو، خو دا حکم آن د هغو کډوالو لپاره چې نوم لیکنه يې کړې هم په پام کې نه دی نیول شوی او هغه چې نومونه یې لیکلي هم ایستل شوي دي.»

له بلې خوا، د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د ښځو حقونو د فعالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو فعالانې چې له طالبانو تښتېدلې په اوسني وخت کې د ځورونې او د افغانستان ته د ستنولو له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان له حقونو د ملاتړ لپاره کمپاین پيل کړی او د فرانسې له دولته یې غوښتي هغه ښځې چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې فرانسې ته د تلو اجازه ورکړي.

هغه رسمي شمېرې چې د پاکستان د حکومت له خوا خپرې شوې، ښيي چې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر له پیل راهیسې ۴۰۰ زره تنه له دې هېواد څخه افغانستان ته ایستل شوي او په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې دوه زره او ۶۰۰ تنه په پاکستان نیول شوي او ایستل شوي دي.