افغانستان

د امریکا د کډوالو کمیټه: د افغانستان د کډوالو وضعیت د نړۍ تر ټولو لوی ناورین دی

د امریکا د کډوالو او پناه غوښتونکو کمیټې په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین د دغه هیواد د پناه غوښتونکو شمیر زیات کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې تر ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان کډوالو وضعیت په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ستر بحران دی چې له سوریې، اوکراین او وینزویلا سره سیالي کوي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال شمېرې ورکړي چې په تېرو دوو میاشتو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو شاوخوا ۳۷۵ زره کډوال افغانستان ته راغلي دي.

د امریکا د کډوالو او پناه غوښتونکو کمیټې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمیر ۱۱۴ میلیونه اعلان کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې افغانان د ځورونې او له بشري حقونو د سرغړونې له امله خپل هېواد پریږدي.

د دغې کمېټې موندنې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان کډوالو وضعیت په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ستر بحران دی.

د هرات اوسېدونکې لیلما وايي: «افغانستان کې ښه ورځ نه لرم، ښه ژوند نه لرم، اوبه نه لرم، کرنه او کار نه لرم، خواړه نه لرم، ځم ایران ته چې یو مړۍ ډوډۍ پیدا کړم. ها او دې خوا مو شړي، له پولي مو را اړوي. دا دی راغلم را ویې شړلم.»

د امریکا د کډوالو او پناه غوښتونکو کمیټې د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کیږي او د پاکستان د حکومت له خوا د دغو کډوالو د ایستلو له پریکړې وروسته په یاد هیواد کې د کډوالو وضعیت کړکیچن دی.

له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۳۷۵ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق وايي: «د کډوالۍ نړیوال سازمان، د بشردوستانه ملګرو سره یوځای، د هغو سلګونو زرو افغانانو په ځواب کې چې په زوره افغانستان ته راستانه شوي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولو په اوږدو کې پراخې مهمې مرستې ور رسوي.
د IOM د راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۳۷۵ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راغلي دي.»

د امريکا د کډوالو او پناه غوښتونکو کميټې خبر ورکړى چې په افغانستان کې اوږدمهاله بشري ناورين د افغانانو د کډوالۍ تر ټولو مهم لامل دى.

لکه څنګه چې په هرات کې زلزلې د دغه ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي هم بې ځایه کړي دي. دوی وايي چې د ژمي سړې شپې له خپلو ماشومانو سره تر خيمو لاندې تېروي.

د هرات اوسېدونکی عزیز احمد وايي: «ټول خلک خفه او سرګردانه دي، کارونه هم نشته او په خیمو کې رڼا هم. ځینې خیمې لري، ځینې یې نه لري. له اقتصادي پلوه خلک هیڅ نه لري.»

د کډوالو او پناه غوښتونکو کمیټې په راپور کې راغلي چې په پام کې ده د کډوالو نړیوال فورم د روان کال د ډسمبر له ۱۳ تر ۱۵مې په سویس کې جوړ شي او دا به د کډوالو او بې ځایه شویو په اړه تر ټولو ستره نړیواله غونډه وي.