افغانستان

په کندهار کې د طالبانو کابینې د دوه ورځنۍ غونډې پای

Kandahar City. File photo.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په کندهار کې د هبت الله آخوندزاده په مشرۍ د دوی د کابینې د دوه ورځنۍ غونډې د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی. په دې ناسته کې د ښځو د زده کړو او کار د حق او په ټولنه کې د دوی د فعالیت په اړه هېڅ خبرې نه دي شوې.

په دې هکله د طالبانو په خبرپاڼه کې که څه هم لازیات جزییات نه دي ورکړل شوي خو پکې راغلي چې د کډوالو، د روانو ستونزو د حل لپاره له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا، د وارداتو او صادراتو، ترانزیت او د طالبانو د مالي سیاست د ساتلو په شان مسایلو بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو مشر د روان ناورین د هواري په موخه له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.

په افغانستان کې د زده کړو او کار له حقه د ښځو د بې برخې کېدو دوه کاله تېرېږي؛ خو د طالبانو «د کابینې په دغه غونډه کې» په دې هکله هېڅ خبرې نه دي شوې.

له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ځلونو د یوه اساسي قانون د جوړولو لپاره د هڅو خبره کړې چې پر بنسټ یې د هېوادوالو حقونه او وجایب خوندي کړي؛ خو ددې خبرپاڼې له مخې، د یوه اساسي قانون لرل، د طالبانو «د کابینې د ناستې» د بحث وړ مسله نه وه.

دا په داسې حال کې دي چې نړیوالې ټولنې په تېره بیا اسلامي نړۍ په ځلونو د هېوادوالو په تېره بیا ښځو او نجونو د زده کړو د حق او یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی؛ خو طالبان د اسلامي شریعت او «افغاني کلتور» عملي کول د حکومتولۍ او حقونو د خوندیتوب معیار ګڼي.