افغانستان

د هرات د علماوو شورا پخوانی رییس مولوی خداداد مړ شو

د هرات د علماوو شورا پخوانی ریس مولوی خداداد په پاکستان کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

سرچینې وایي چې هغه څه موده مخکې ناروغ شوی و او په پاکستان کې تر درملنې لاندې و.

هغه د هرات د الغیاث پوهنتون او د نګین الغیاث ټلویزیوني شبکې رییس هم و.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خداداد صالح د مړینې له امله په یوه پيغام کې وویل چې هغه یو مصلح شخصیت و او مړینه یې یوه لویه ضایعه وبلله.