افغانستان

د طالبانو غړو پر سفر د محدودیت لګولو لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږۍ د مک‌کال ټینګار

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مکایل مک‌کال د طالبانو غړو د سفر د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږۍ ټینګار کړی او اروپا ته یې د یوه طالب چارواکي سفر د نه منلو وړ بللی دی.

مک‌کال پر ایکس پاڼه لیکلي: «نړیواله ټولنه باید د طالبانو غړو لپاره د سفر د مخنیوي په پراختیا او اجرا کې سره ودرېږي. دا د نه منلو وړ دي.»

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر چې اروپا ته یې سفر له غبرګونونو سره مخ شو، نن دوشنبې یې په کابل کې د خبري ناستې پرمهال ادعا وکړه چې د هالنډ په رسمي بلنه او په یوه نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه یې دغه هېواد ته سفر کړی و.

په وروستیو څو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د عبدالباري عمر بېلابېل تصویرونه لاس په لاس کېږي چې په جرمني کې په یوه ناسته کې دغه طالب چارواکی لیدل کېږي.

عمر وویل چې ترڅنګ یې یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته هم سفر کړی او په دغو هېوادونو کې یې له افغانانو سره غیر رسمي لیدنې لرلې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو په کولن ښار کې د طالبانو د استازي حضور غندلی او وې ویل چې د جرمني دولت د دغه طالب چارواکي له سفره خبر نه لري او د نوموړي هېواد وېزه هم نه ده ورکړ شوې.