د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مدیر آدهانوم ګبریسوس د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په غیررسمي ناسته کې وویل چې دا سازمان به په غزې تړانګه کې د «امنو سیمو» رامنځته کولو لپاره په هېڅ یو اړخیز وړاندیز کې ګډون ونه کړي.
ښاغلی ګبریسوس وایي چې په اوسنیو شرایطو کې به په غزه کې د امنو سیمو د رامځته کولو لپاره اقدامات ملکي وګړو ته د زیان رسولو او په لویه کچه د ځاني تلفاتو لامل شي.
هغه وایي: «د روغتیا نړیوال سازمان، په غزه کې په اصطلاح امنې سیمې په رامنځته کولو کې، له پراخې هوکړې پرته او ترهغه چې د خوندیتوب او نورو اړتیاوو لپاره اساسي شرایط برابر نه شي او پر اجرا یې د څارنې لارې چارې موجودې وي، ګډون ونه کړي.»
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې رییس دنیس فرانسیس هم په دې ناسته کې په غزه کې د بشردوستانه اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې خلک باید له خنډ پرته بشردوستانه مرستو ته لاسرسی ولري.
په نیویارک کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مدیر پل اسکوزیلاس د غزې د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وویل په غزې تړانګه کې ډېری وګړي اوس پر خوراکي توکو تکیه لري. هغه زیاته کړه چې په دې ښار کې خلک هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې په یو وخت خوړو بسنه کوي.
سکوزیلاس وايي: «له هغو وګړو چې خدمات ورته رسوي راټول شوي معلومات ښيي چې خلک د ورځې په یو وخت خوړو سره ژوندي پاتې کېږي؛ که ښه چانس ولري. ارزونې ښيي چې اوسمهال د غزې کابو ټول وګړي، خوراکي مرستو ته اړتیا لري.»
په ملګروملتونو کې د فلسطین دایمي څارونکي ریاض منصور، له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ د بیړني اوربند لپاره غوښتنو ته پام وکړي.
منصور وايي: «غواړئ څو نور فلسطیني ماشومان ووینئ چې له ښځو، ملکي وګړو او ناروغانو سره ټپيان او وژل کېږي؟»
له بلې خوا، اسراییلو ویلي چې هیله من دی، د حماس ګواښ شنډ کړي او د خلکو امنیت تضمین کړي. اسراییلو هم خپلو موخو ته تر رسېدو د ملاتړ غوښتنه وکړه.