افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر: د کډوالو موضوع به په افغانستان کې د مشروع حکومت تر راتلو حل نه‌شي

د پاکستان د مؤقت حکومت لومړی وزیر یو ځل بیا له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو له تګلارې دفاع کوي او وايي، د کډوالو ستونزه به هغه مهال هواره شي چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت رامنځته شي.

د پاکستان د مؤقت حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ټینګار کړی چې غیر دولتی عناصر د پاکستان امنیت ته ګواښ دي او نیابتی جنګونه یې د دغه هېواد د کورنیو ستونزو اصلي لامولونه ګڼلي دي.

خو له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو په اړه راپورونه ښيي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ زره ۲۲۵ کډوال له دغه هیواده ایستل شوي دي.

د پاکستان د مؤقت حکومت لومړي وزیر د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، تر څو چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت نه وي جوړ شوی، په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزه به حل نه شي.

په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لوړ پوړی چارواکی د طالبانو پر وړاندې دا ډول دریځ غوره کوي.

د پاکستان مؤقت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي: «په لوېدیځه پوله کې، زه هیله لرم چې په افغانستان کې د حکومتوالۍ ننګونې، وروستی تحول به حل شي. ځکه چې زموږ لپاره حیاتي ده. ځکه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ د نښلولو مسئله راپور ته کېږي او دا د ټولې سیمې مسئله هم ده.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان په ختیځ کې د تورخم دروازه شپه او ورځ له پاکستانه د کډوالو د راتګ شاهده ده- هغه کډوال چې په پاکستان کې له کلونو ژوند کولو وروسته یې خپل کورونه پرې ايښي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ استازی صمدالله وايي: «هغه کډوال چې توکي یې لږ دي په ويلچرونو کې لېږدول کېږي او هغه کډوال چې توکي یې ډېر دي زموږ تر شا په موټرونو کې ځای پر ځای کېږي او افغانستان ته لېږدول کېږي، دا موټرونه د طالبانو له خوا ګومارل شوي چې ستنېدونکي خپلو ښارونو ته ولېږدوي.»

په دوی کې داسې کډوال هم شته چې په پاکستان کې زېږېدلي او له پاکستانه د کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو راستنېدونکی کډوال اسم خان وايي: «زه هیڅ شی نه لرم. زه په پاکستان کې زیږیدلی یم. زه هلته لوی شوی یم. زه یوازې دومره پوهېږم چې موږ د لوګر یوو. موږ له طالبانو غواړو چې موږ ته کور راکړي او موږ ته د کار زمینه برابره شي. خدای دې خپله رحم وکړي. موږ هیڅ شی نه لرو. ژوند ډېر سخت دی، له موږ سره ماشومان دي او موږ په ښه وضعیت کې نه یوو.»

خو د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو ویلي چې د دې ایالت له ۳۶ ښارونو څخه یې له ۱۹ ولسوالیو څخه بې اسناده کډوال شړلي دي.

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د دغه ایالت د سیمه ییزو چارواکو له خوا خپرې شوې، ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دغه ایالت له ښارونو څخه ۱۲۹ کډوال نیولي او د پاکستاني پولیسو لخوا د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ۱۸ زره ۶۶۵ نورو بې اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره عمیات روان دي.