نړۍ

ډاکتران: د غزې په الشفا روغتون کې د ټپیانو د درملنې لپاره هېڅ امکانات نشته

په غزه کې د جګړې له دوام سره د اسرائیلو پوځ وايي چې په الشفا روغتون کې یې ” دقیق او هدفي” عملیات کړي دي.

په همدې حال کې د دغه روغتون ډاکټران وايي، چې دغه روغتيايي مرکز د امکاناتو له سخت نشتوالي سره لاس او ګرېوان دى او يوازنی څه چې لري يې دغه مرکز ته د ټپيانو ډېر راتګ دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د مرستو مشر وايي چې په غزه کې باید روغتونونه د جګړې په ډګرونو بدل نه شي.

په داسې حال کې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ له جګړې نږدې څلوېښت ورځې تېریږي، ظاهراً د هرې ورځې په تېرېدو سره د ولسي وګړو پر اوږو د دغو جګړو بار زیاتېږي.

په غزه کې د الشفاء روغتون ډاکټران وايي، په دغه مرکز کې د ټپیانو د درملنې لپاره هېڅ اسانتیاوې نه دي پاتې.

د الشفاء روغتون ډاکټر وايي: «زه دلته د الشفاء روغتایي مرکز په ICU کې ولاړ یم، دا څانګه د بریښنا له پرې کیدو وروسته د تېلو له نشتوالي رنځ وړي. د روغتیا وزارت د تیلو د کمښت په اړه خبرداری ورکړ.»

په همدې حال کې اسرائیلي پوځ وايي، د غزې په الشفا روغتون کې د حماس پر ضد د دقیقو او هدفي عملیاتو په حال کې دي.

یاد پوځ وايي په دغو بریدونو کې یې د حماس څو غړي چې په روغتونونو او نورو ملکي ځایونو کې یې پناه اخیستې وه، وژلي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «د اسرائیلو پوځ په غزه کې د حماس د ماتولو او زموږ د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د ځمکنيو عملیاتو په حال کې دی. اسراییل له حماس سره په جګړه کې دی، نه د غزې له ولسي وګړو سره.»

خو ملګري ملتونه وايي روغتونونه باید د اسرائیلي پوځ او حماس د جنګیالیو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل نه شي.

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو مشر مارتین ګریفیتس وايي: «زموږ اندېښنه په بشري څانګه کې د دې روغتون د ناروغانو د هوساینې لپاره ده. زه د حماس د مشرتابه د موندلو لپاره د اسراییلو اندیښنه درک کوم. زموږ ستونزه دا نه ده، زموږ ستونزه له هغه څه نه د غزې د خلکو ژغورل دي چې د دوی په سر راغلي.»

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل ګوند ته په وینا کې وویل چې د اسرائیلو لومړی وزیر باید دا روښانه کړي چې ایا هېواد یې اټومي بم لري که نه.