افغانستان

د ملګروملتونو په منځګړیتوب د افغانستان په اړه د احتمالي ناستې ترسره کېدل

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي چې د افغانستان په هکله د ملګروملتونو په منځنګړیتوب د یوې بلې احتمالي ناستې د ترسره کېدو په اړه بحثونه روان دي.

کابلوف د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې مسکو په دې برخه کې د پلانونو په حال کې دي.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي:«موږ د افغانستان په اړه د پرانو نړیوالو پېښو د پلانولو په حال کې یو. موږ او زموږ نړیوال شریکان په یاد لرو چې د ملګروملتونو عمومي منشي [انتونیو] ګوتریش غواړي ځانګړي استازي راټول کړي؛ لکه څنګه چې هغه دا کار کړی. په یاد مو دي، د روان کال په پسرلي کې به دوحه کې د خپل ځانګړي استازي د همغږي کوونکي د راپور له وړاندې کولو وروسته.»

هغه جوته کړه چې ددغه سازمان د عمومي منشي راپور، دقیقې ارزونې ته اړتیا لري. کابلوف زیاته کړه: «موږ باید هغه په بشپړه توګه مطالعه کړو؛ ځکه نوموړي [د ملګروملتونو سرمنشي] وویل چې د ښکېلو لوریو له خوا د راپور له ارزولو او تحلیل وروسته نوموړی لیواله دی، بیا ټول سره راټول شي ترڅو یې په اړه د نظر تبادله وکړي.»

کابلوف ټینګار کړی چې روسیه به له هر ډول پلانولو مخکې، د نیویارک د بلنلیک په تمه وي.

کابلوف همداراز ددغه راز ناستې پر بالقوه ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل چې دا به ددغې ناستې به څنډه کې «له شریکانو او همفکره کسانو سره د خبرو» لپاره فرصت برابر کړي.

د ملګروملتونو او د امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې، چین، ایران او پاکستان د ځانګړو استازو مخکینۍ ناسته د ښاغلي ګوتریش په نوښت د روان زېږدیز کال د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه په دوحه کې ترسره شوې وه.