افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان: د پاکستان په بندخونو کې کډوال له کورنۍ او حقوقي خدماتو سره له اړیکو بې برخې ساتل کېږي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولته غوښتي؛ ترڅو د افغان کډوالو ایستل، ځورول او پراخ تعقیبول په بيړه ودروي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې زرګونه افغان کډوال، افغانستان ته د ستنولو له خطر سره مخ دي. د نوموړي بنسټ په وینا، په افغانستان کې د ډېری دغو کډوالو ژوند، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ناشونی دی او له ګواښ سره مخ دي.

د سویلي آسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان د سیمه‌ییز مدیر مرستیاله لیویا ساکاردي، د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي: «هېڅوک باید د ډله ییز جبري ایستلو له خطر سره مخ نه شي او باید پاکستان د جبري ایستلو په ګډون پر خپلو نړیوالو ژمنو ودرېږي.»

ساکاردي زیاته کړې: «که د پاکستان دولت په چټکه توګه جبري ایستل ونه دروي، زرګونه له خطر سره مخ افغانان؛ په تېره بیا ښځې او ماشومان امنیت او زده کړو ته لاسرسی نه لري.»

دغه سازمان ویلي چې د ټولو بې اسناده کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان دولت د نومبر د لومړۍ نېټې ضرب الاجل، تر دغې نېټې پورې د ۱۷۰ زره افغان کډوالو د ایستلو لامل شوی چې ډېری یې لسګونه کلونه په پاکستان کې ژوند کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي چې د کډوالو لپاره وضعیت خراب شوی او اوس پولیس په مستقیم ډول بې اسناده کډوال نیسي او د ایستلو مرکزونو ته یې لېږدوي. د بخښنې نړیوال سازمان همداراز په وروستیو نیولو او ایستلو کې د ځواب ویلو او نه روڼتیا ټینګار کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې په ټول پاکستان کې د کډوالو د ساتلو په ۴۹ مرکزونو کې شرایط نامناسب دي او پولیسو نیول شوي کسان حقوقي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې کړي او د دوی کورنۍ هم د هغوی له وضعیت او ساتلو له ځایه بې خبره پرېښې دي.

ددې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د نیولو په لږترلږه اوو مرکزونو کې، د وکیل لرلو یا د کورنۍ له غړو سره د اړیکو په شان هېڅ قانوني حق، نیولو شویو وګړو ته نه ورکول کېږي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې: «دا ډول مرکزونه، د آزادۍ حق او عادلانه محاکمه ترپښو لاندې کوي. همداراز، په عمومي توګه هېڅ معلومات نه خپرېږي او د خپلو غړو د موندلو لپاره د کورنیو کار ستونزمن کوي.»

د بښنې نړیوال سازمان همداراز ټینګار کړی چې رسنۍ هم دغو مرکزونو ته لاسرسی نه لري او دا مسله د کډوالو د ایستلو په بهیر کې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

له بلې خوا، د کډوالو د ایستلو بهیر، یو شمېر له خطر سره مخ خبریالان چې د طالبانو د ځورونو او تعقیب له وېرې پاکستان ته تښتېدلي دوی هم د ایستلو له خطر سره مخ کړي دي.

په دې لړ کې، د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغان کډوالو د امنیت او سوکالۍ د تضمین لپاره د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو پربنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ساکاردي وايي: «پاکستان باید د افغان کډوالو د امنیت او سوکالۍ د تضمین لپاره د ننه په خپلو پولو کې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په چټکه توګه ایستل ودروي؛ ترڅو ددې ناورین د لازیاتوالي مخه ونیسي. دولت د ملګروملتونو د کډوالو له لوړې کمېشنرۍ سره، باید د هغو وګړو نوم لیکنه چې په پاکستان کې د پناه غوښتلو په لټه کې دي؛ په تېره بیا د ښځو او نجونو، خبریالانو او هغو کسانو چې په لږکیو او قومي توکمونو پورې تړاو لري چټکه کړي.»