نړۍ

حماس ډله چمتو ده په مشروط ډول ۷۰ یرغمل شوي اسراییلیان خوشي کړي

حماس ډلې ویلي چې چمتو ده د پنځه ورځني اوربند په بدل کې، اویا اسراییلي ښځې او ماشومان چې په غزه کې ساتل کېږي خوشي کړي.

د دغې فلسطینۍ ډلې پوځي څانګې، د دوشنبې په ورځ قطري منځګړو ته دا څرګندونې کړې دي.

د القسام له کنډکونو د حماس پوځي څانګې ویاند ابوعبیده، په یوه غږیز پیغام کې چې ددې ډلې پر ټلګرام پاڼه خپور شوی وویل: «اوربند باید په بشپړه توګه وي او د غزې تړانګې ټولو سیمو ته د بشردوستانه مرستو د لېږد اجازه ورکړل شي.»

هغه همداراز، اسراییل په دې برخه کې «په ځنډولو» تورن کړ. اسراییلو تراوسه د حماس دغه وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی دی.

دا په داسې حال کې دي چې اسراییلو د حماس جنګیالیو د تېرې میاشتې له برید وروسته چې له امله یې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او څه د پاسه ۲۴۰ نور د دې ډلې د جنګیالیو له‌خوا یرغمل شول، پر غزې برید وکړ او له هغې وروسته، اسراییل ژمن شو چې حماس له منځه یوسي.

حماس اعلان کړی چې د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه ۱۱۲۴۰ تنه وژل شوي دي. ددغې ډلې په وینا، په قربانیانو کې ۴۶۳۰ ماشومان او ۳۱۳۰ ښځې شاملې دي.