د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق راپور ورکړی، چې موسمي بدلون د ماشومانو ژوند، روغتیا او هوساینه ګواښي.
په دې راپور کې راغلي چې ماشومان د اقلیم د بدلون تر ټولو زیانمن اشخاص دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق موندنې ښيي چې افغانستان یو له هغو ۲۵ هېوادونو څخه دی چې ماشومان یې د ککړو اوبو د کارولو له ګواښ سره مخ دي.
له دې سره هم مهاله، د افغانستان د اوبو رسولو پخوانی مشر وايي چې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی اوس هم، په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (ماشوم، د اقلیم بدلون) په نوم خپل راپور خپور کړی دی.
په دغه ۵۲ مخیز راپور کې ویل شوي دي، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې تر ۷۳۰ میلیونه ډېر ماشومان د اوبو له کمښت او د څښاک د ناپاکو اوبو له خطر سره مخ دي او د اقلیم بدلون د ماشومانو ژوند، روغتیا او هوساینه له ګواښ سره مخ کوي.
د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ماشومان د اوبو له کمښت او د څښاک له ناپاکو اوبو سره مخ دي، چې په دې ترتیب سره، افغانستان د نړۍ په کچه یوولسم ځای خپل کړی دی.
ددې راپور په یوه برخه کې راغلي: «د اقلیم بدلون د ماشومانو ژوند، روغتیا او هوساینه له ګواښ سره مخ کوي. ماشومان د اقلیم د بدلون تر ټولو زیانمن اشخاص دي، او هغه کسان چې په ټیټ عاید لرونکو ټولنو کې ژوند کوي د زیان منو له زیات خطر سره مخ دي.»
د دغه راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې نږدې ۴۹ سلنه ماشومان د اوبو له لوړ خطر سره مخ دي.
د افغانستان د اوبو رسولو شرکت پخوانی مشر وايي، په ښارونو او کلیو کې د څښاک پاکې اوبه په افغانستان کې یوه جدي ستونزه بلل کېږي او ماشومان له دې ستونزې ډېر زیانمن کېږي.
د ښارونو او په ځانګړې توګه د کابل اوسېدونکي تل د اوبو له کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې له ټيټېدو شکایت کوي.
خو تر اوسه د ځمکې لاندې اوبو د نه کارولو لپاره کومه حل لاره نه ده څېړل شوې.
پرمختیایي پروژې لکه د شاه او عروس بند، د للندر بند چې د کابل د څښاک د اوبو یوه برخه برابروي، د طالبانو د راتګ له امله د بودیجې د نشتوالي له امله بند شوي دي.
ایران د خپلې حقابې د خوندیتوب لپاره څو ځلې له طالبانو سره خبرې اترې کړې او دا مهال د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په ایران کې اوسېږي.
د اوبو د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغانستان د پرلپسې وچکالۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ شوی او د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي تر څنګ به د هېواد کرنیز محصولات هم کم شي.