افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې له «انساني ناورین» سره د مبارزې لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام نن یکشنبې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خوړو د برابرولو او له زیانمنونکو وګړو سره د مرستې لپاره مخکې له دې چې ژمی خلکو ته زیان ورسوي، ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د ژمي په رارسېدو چې په بالقوه توګه ډېری سیمو ته لاسرسی پرې کوي، پر دې اړتیا یې ټینګار وکړ. دا اعلامیه د بودیجې د پام وړ کمښت په هکله د خوړو د نړیوال سازمان له لوري د اکتوبر میاشتې له خبرداري وروسته خپره شوې چې په افغانستان کې د یو میلیون میندو او ماشومانو لپاره د تغذیې د مرستو د کمښت لامل شوي دي.

دغه سازمان ویلي: «ژمی یوازې څو اونۍ لیرې دی، داسې ژمی چې د خلکو لاسرسی به محدود کړي.»

په سپتمبر میاشت کې دغه سازمان دوه میلیون تنو ته د مرستو د کمښت خبر ورکړ او وې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به دغه سازمان خپلې مرستې لس میلیونه وګړو ته بندې کړي.

مرستندویه ډلې ټینګار لري چې ښځې او ماشومان په تېره بیا په اوسني ناورین کې چې د افغانستان له لړزانه اقتصاد سره مل دی زیانمنونکي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له تمویلوونکو د ژمي له رارسېدو مخکې په بیړه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان رپوټ ورکړی چې د ټولې نړۍ په ۵۱ هېوادونو کې، څه د پاسه ۴۰ میلیونه تنه په بیړنۍ توګه له لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې ۱۵ میلیون تنه په افغانستان کې دي.

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې، څه د پاسه ۲۹ میلیونه افغانان بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.