ښځې

د ګالوپ نظرپوښتنه: له خپلې آزادۍ د ښځو او نجونو رضایت ترټولو ټیټې کچې ته راکم شوی

د ګالوپ د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په افغانستان کې سږکال د ښځو او نجونو رضایت له ازادۍ څخه یې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی.

په دې نظرپوښتنې کې راغلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته او پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدلو د دوی رضایت په ۲۰۲۲ کال کې له ۲۹ سلنې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱ سلنې ته راټیټ کړی.

د یادې نظرپوښتنې له مخې د افغانستان ښځې او نجونې په دې باور دي چې له دوی سره د درناوي وړ چلند نه کیږي.

له بلې خوا د ګالوپ په نظرپوښتنه کې ویل شوي چې ۹۳ سلنه نارینه او ۹۶ سلنه ښځې او نجونې په دې رنځ اخته دي.

لیدل کیږي چې د افغانستان پر اوسېدونکو د طالبانو لخوا د محدودیتونو او بندیزونو له لګېدو وروسته، د دوی د حاکمیت د څرنګوالي په اړه د نارینه وو او ښځو ناخوښي مخ په زیاتیدو ده، لکه څنګه چې د ګالوپ وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې یوازې یوولس سلنه ښځې او نجونې په افغانستان کې له خپلو آزادیو راضي دي.

د ګالوپ په نظر پوښتنه کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۹ سلنه ښځې او نجونې په دغه هېواد کې له خپل ژوند خوښې وې او احساس یې کاوه چې له دوی سره په درناوي چلند کېږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېره ۱۱ سلنې ته راټيټه شوې.

د بشري حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «د ښوونې روزنې، زده کړو، کار، په ټولنه کې د برخې، په سیاسي ډګر کې د ښځو شتون او د سرپرست حکومت سختې تګلارې د دې لامل شوي چې ښځې د هېواد له اوسني وضعیت په بشپړه توګه رضایت ونه لري.»

په تېرو دوو کلونو کې له نورو محدودیتونو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ نه ورکول کېږي او د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پر مخ تړل شوې دي.

یوه زده کوونکې انیسه وايي: «له اسلامي امارت غواړو چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، ښوونځي مو تړلي دي، موږ هېڅ داسې حرکت نه دی کړی چې دا ظلم پر موږ کیږي.»

د دې نظرپوښتنې موندنې همدارنګه ښیي چې نارینه هم د ښځو او نجونو په څېر د پخوا په پرتله له خپلو ازادیو راضي نه دي.

د یادې نظرپوښتنې پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې ۹۳ سلنه نارینه او ۹۶ سلنه ښځې له دې رنځ سره مخ شي.

د نړیوالو اړیکو څېړونکی امید میثم وايي: «په ټولو برخو کې د محدودیتونو پلي کېدل، د بې وزلۍ زیاتوالی، وزګارتیا، د خپلو ماشومانو د زده کړو د دوام په اړه د نارینه وو اندیښنه، د سیاسي ګډون نشتوالی هغه عمده لاملونه دي چې د طالبانو په مشرۍ له حکومته د نارینه وو د ناخوښۍ د زیاتوالي لامل شوي دي.»

طالبانو ونه غوښتل چې د دغې نظرپوښتنې په اړه خپل غبرګون وښيي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې طالبانو تر پنځوسو ډېر داسې فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې د ښځو ازادي سلب او یا هم محدوده شوې ده.