نړۍ

د اسراییلو او حماس د جګړې دوام: بلینکن وايي اسراییل غزه نه‌شي نیولای

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې له پیله یوه میاشت تېرېږي چې ډېری قربانیان یې ملګي وګړي دي.

چهارشنبې، ددې جګړې ۳۱مه ورځ هم پر غزې د اسراییلو د توغندیو په ویشتلو سره پیل شوه.

د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکي وایي، له څه د پاسه لس زره تنو څخه چې په دغه جګړه کې وژل شوي ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

د غزې په سویل کې د خان یونس اوسېدونکی محمود ابو دقه وايي: «موږ کرار ناست وو چې ناڅاپه د اف ۱۶ یو برید پر یو کور وشو او هغه یې ویجاړ کړ. درې ودانۍ په نښه شوې له کوم مخکیني خبرداري پرته. خلک راتلل او تلل، ټول ملکي وګړي دي ټول، یوه بوډۍ مېرمن، یو بوډا او یو شمېر نور لا هم تر خاورو لاندې ورک دي، تراوسه نه دي موندل شوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې غزه نوره د حماس له خوا نه شي اداره کېدای او اسراییل نه شي کولای غزه اشغال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي: «هغه څه چې ما د اسراییلو ه مشرانو اورېدلي، دوی د غزې د بیا نیولو او د غزې د ادارې د بېرته ترلاسه کولو نیت نه لري. له دې امله یوازې پوښتنه دا ده چې آیا انتقالي دوره شته چې ښايي اړینه وي او داسې لارې چارې چې هلته د امنیت د ټینګښت لپاره رامنځته کېدای شي کومې دي.»

له بلې خوا، دلته د یو زر او ۴۰۰ اسراییلیان په یو لړ مراسمو کې راټول شوي ترڅو د هغو کسانو د ژوند د وروستیو شېبو یادونه وکړي چې د حماس د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې دي چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په خپله وینا کې یو ځل بیا په غزه کې نښتو ته په اشارې سره وویل چې «جګړه تل له ماتې سره مله ده.»