افغانستان

له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیلېدل

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې په تېرو دوو ورځو کې پاکستاني پولیسو ډلې ډلې د دوی پر کورونو چاپې وهلې دي.

د پاکستان له خوا د بې اسناده کډوالو د ایستلو د ضرب الاجل د پایته رسېدو په  دوهمه ورځ پولیسو د کډوالو په کورونو چاپې پیل کړې دي.

هغه انځورونه چې آمو ته رسېدلي پکې لیدل کېږي چې پاکستاني پولیسو یو شمېر افغان کډوال د پاسپورټونو، وېزو او د کډوالۍ کارتونو له لرلو سره سره نیولي دي.

خو د جبري ایستلو لړۍ نه يوازې په تېرو دوو ورځو کې روانه ده، بلکې افغانان وايي، چې پاکستاني پوليسو له ټاکلې نېټې مخکې هم د افغان کډوالو د نيولو او ایستلو لړۍ پيل کړې وه.

په پاکستان کې افغان کډواله صفیه عارفي وايي: «په هره شېبه کې، دا وېره وي چې پولیس به د خلکو کورونو ته ننوځي او له کډوالو سره به نامناسب او غیر انساني چلند وکړي. په هر وخت کې د دې امکان شته چې کډوال د ایستلو له خطر سره مخ شي، ان هېڅوک له کورونو بهر نه وځي. په کور کې د بندیانو په څېر پاتې کېدو ته اړ دي.»

په پاکستان کې افغان کډوال وايي: «زه دلته زېږېدلی یم، تراوسه هېڅکله افغانستان ته نه یم تللی. اوس د پاکستان دولت له موږ سره دا ډول چلند کړی. زموږ کورونه یې وران کړل له سخت حالت سره یې مخ کړي یو.»

هغه افغان خبریالان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په پاکستان کې پناه اخیستې ده، د جلاوطنه ژورنالیستانو ډلو ته یې غږیز او متني ويډیو ګانې استولې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو یې غوښتي چې د دوی د خلاصون لپاره کار وکړي.

په دې ډله کې يوه خبريال وويل چې پوليسو د هغه ښځه او زوى هم نيولي دي.

امریکا، اروپايي ټولنې او ځینو هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو د جبري ایستلو پر ځای د بې اسناده وګړو د راجستر کولو لپاره یو سیستم برابر کړي.

خو د پاکستان موقت حکومت له پراخو نیوکو سره سره، د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.