افغانستان

د خبریالانو خلاف جرمونو سزا د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ: د خبریالانو خلاف تاوتریخوالي په ډېری پېښو کې عدالت نه دی ټینګ شوی

عکس له آرشیف څخه

نومبر دوهمه د خبریالانو په وړاندې جرمونو معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز ددې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي چې د خبریالانو خلاف تاوتریخوالي ډيری عاملانو ته تراوسه سزا نه ده ورکړ شوې.

دغه بنسټ د لسګونه خبریالانو او رسنیو کارکوونکو په هکله د عدالت د ټینګېدو غوښتونکي دي چې په تېرو څه د پاسه دوه لسیزو کې په افغانستان کې د هدفي بریدونو او پلان شویو جرمونو په پایله او جنګي پېښو کې وژل شوي دي.

ددغه بنسټ په وینا، په داسې حال کې چې په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی روان دی، د خبریالان خلاف جرمونو له سزا د معافیت کلتور د واکمنېدو له امله په څه د پاسه ۹۰ سلنه جرمونو کې عدالت نه دی ټینګ شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، له ۲۰۰۱ زېږدیز (۱۳۸۱ هجري لمریز) کال راهیسې لږترلږه ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې شل یې مېرمنې وې په هېواد کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې جملې درې تنه د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته وژل شوي چې په تېرو کلونو کې د قربانیانو شمېر ته په پام سره، د ځاني خوندیتوب له پلوه یو مثبت او هیله منوونکی بدلون ګڼل کېږي.

د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو په اړه د افغانستان د خبریالانو مرکز د لومړنیو معلوماتو له مخې، طالبانو په ۶۰ موردونو او داعش په ۳۹ موردونو کې په دې موده کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو په وژلو تورن شوي یا شمکن پېژندل شوي دي.

ددې بنسټ په وینا، له دغو پېښو ۲۱ موردونه د ناپېژانده کسانو، څلور د شخصي دښمنۍ او یا د مقتولینو کورنۍ د غړو، درې مورده د ناټو ځواکونو او یو مورد د (جمهوري حکومت) د پولیسو کار بلل شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې له سزا د معافیت فرهنګ له امله په څه د پاسه ۹۰ سلنه پېښو کې عدالت نه دی اجزا شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، لکه څنګه چې یې په مخکیني حکومت کې د خبریالانو په وړاندې د سزا معافیت کلتور د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه، اوس هم د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژلو پېښو په هکله د قانون د اجرا او عدالت د ټینګښت غوښتونکي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په عین حال کې له طالبانو غواړي، د آزادو رسنیو او خبریالانو په وړاندې لګول شوي محدودیتونه چې په ځینو موردونو کې یې د خبریالانو خلاف د تاوتریخوالي لپاره زمینه برابره کړې، ژر تر ژره لغوه او اجازه ورکړي چې خبریالان او آزادې رسنۍ د ډله ييزو رسنیو قانون او له وېرې او سانسور پرته فضا کې د خپلواکې اطلاع رسونې او خلکو د غږ منعکسولو پر بنسټ عمل وکړي.