افغانستان ته ستنېدل، د دغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کوي. ګاونډی هېواد چې افغانان تر ټپي ګوته نیسي.
د افغان کډوالو په مالونو بار سلګونه موټر له تورخم دروازې د تېرېدو په تمه ولاړ دي.
د کابو دوه میلیونه افغان کډوالو ایستل د پاکستان د موقت حکومت پرېکړه ده.
کارپوهان ددې پرېکړې لاملونه؛ د ټيټيپي د ځپلو په موخه پر طالبانو فشار راوړل، ناوړه اقتصادي وضعیت ترڅو د پاکستان د ټاکنو په درشل کې عامه افکار بلې خوا ته وغړوي او همداراز د افغان کډوالو په پلمه له نړیوالې ټولنې څخه د میلیونونه ډالرو ترلاسه کول بولي.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي: «د کډوالو د ایستلو دا پرېکړه د آی اس ای ده چې د سرپرست لومړي وزیر له خوا اجرا کېږي، دا احتمال شته چې خپل یو شمېر جاسوس او نفوذي کسان افغانستان ته ولېږي.»
په ۱،۷ میلیونه وګړو کې چې ټاکل شوې وایستل شي، د ښځو حقونو او د بشري حقونو یو شمېر فعالان، پخواني پوځیان او نور وګړي چې زیانمنونکي ګڼل کېږي شامل دي. دوی د طالبانو له وېرې پاکستان ته پناه وړې ده. اوس ځینو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې، جبري ایستل د طالبانو لاس ته د ځپلو لپاره د مخالفانو تسلیمول دي.
اخوا، په خیبر پښتونخوا کې د سما ټلویزون رییس محمود خان بابر وايي: «دوی تمه لرله چې له دې ځایه لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا ته ولېږدول شي، خو دلته پاتې شول، دوی وايي چې ژوند یې په خطر کې دی، موږ هم په دې پوهېږو. له بلې خوا په افغانستان کې هوا سړه شوې، یوه لویه ستونزه ده او بله د کار مسله ده.»
د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی او د اقتصادي وضعیت خرابېدل د نوي ناورین نورې پایلې ګڼل کېږي، هغه هم د یخنۍ په درشل کې چې د کافي سرپناه او امکاناتو نشتوالی جدي ننګونې ګڼل کېږي. خو د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال تورخم ته ورغلی او وايي هرڅه سم دی.
په دې لړ کې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «د کډوالو جبري ایستل د ټولو اصولو خلاف دي، خو دا کار کېږي، زموږ خویندې او کورنۍ راځي دا یې کور دی، که څه هم دلته ستونزې شته، خو څه وکړو دا جبري کار دی.»
دا په داسې حال کې دي چې ځینو کډوالو د طالبانو له وېرې پاکستان ته پناه وړې او د طالبانو د غچ اخیستې له وېرې هېواد ته نه شي ستنېدای.
ملګروملتونو او ډېری نړیوالو سازمانونو له اسلام آباد څخه غوښتي چې یخنۍ او د بشري ناورین د رامنځته کېدو له امله پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، خو د پاکستان موقت حکومت ویلي دا یې وروستۍ پرېکړه ده.