افغانستان

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې له خوراکي نه خوندیتوب سره د یو میلیارد تنو مخامخ کېدل

د اقتصاد او سولې انستیتوت راپور ورکړی چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې یو میلیارد تنه له خوراکي نه خوندیتوب سره مخ دي.

د سولې او اقتصاد انستیتوت د چاپېریال ساتنې او د هغې د لاملونو په اړه خپل ۷۲ مخیز راپور خپور کړی دی.

ددغه انستیتوت موندنې ښيي چې افغانستان د پنځو امتیازونو په اخیستو له بدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

له بلې خوا، په راپور کې افغانستان په هغو دېرشو هېوادونو کې راغلی چې د «مثبتې سولې» تر ټولو ناوړه کچه لري.

ددغه راپور موندنې ښيي چې د سویلي آسیا هېوادونه چې تر ټولو زیات وګړي لري، د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي.

په دې راپور کې افغانستان د طبیعي پېښو په برخه کې ۲،۷۵ امتیازونه او د اوبو د کمښت خطر په اړه ۵ امتیازونه اخیستي دي.

په دې راپور کې لږ شمېر هېوادونه د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې په پنځمه درجه کې دي چې تر ټولو بد وضعیت ښودنه کوي.

د دغه راپور پربنسټ، کابل هم د نړۍ د ککړو ښارونو په ډله کې دی او په ۲۰۵۰ کال کې به د کابل د نفوسو شمېر څه د پاسه ۱۷ میلیون تنو ته ورسېږي.

د هند دوه ښارونه ممبئ او ډیلي د ککړو او ګڼ میشتو ښارونو کې سر کې دي.

د اقتصاد او سولې انستیتوت په راپور کې راغلي چې افغانستان او دوه نور هېوادونه په ډلبندۍ کې د چاپېریال له تر ټولو زیاتو ګواښونو سره مخ دي.

له بله پلوه، ددغه راپور موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د سوریې، افغانستان، تونس، مراکش، الجزایر، مصر، بنګلا‌دېش، ترکیې او پاکستان وګړي څه د پاسه ۶۷ سلنه ناقانونه کډوال وو.

په دې راپور کې د ننه په هېواد او بهر کې د افغان کډوالو شمېر تر یو میلیون تنو پورې اعلان شوی دی.

په راپور کې، خوراکي نه خوندیتوب، د اوبو کمښت، د وګړو چټک زیاتېدل د ناقانونه کډوالۍ  مهم لاملونه بلل شوي دي.

افغانستان د اقتصاد او سولې انستیتوت په راپور کې د مثبتې سولې په برخه کې اته امتیازونه اخیستي چې تر ټولو بده مثبته سوله تجربه کوي.