افغانستان سویلي آسیا

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د کډوالو ایستل له بشري حقونو سرغړونه ده

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر تر لومړۍ نېټې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان حکومت پرېکړې ته په اشارې وايي، چې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا پرېکړه پاکستان کې د افغانانو «له بشري حقونو سرغړونه» بولي او وايي، چې دا چاره لومړنیو خدماتو ته د لاس‌رسي، خوندیتوب او هوساینې په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي.

دغه بنسټ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې دا پرېکړه ژرترژره لغوه کړي او د بشری حقونو پر نړیوالو قوانینو ودرېږي.

تېره اونۍ چهارشنبه ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې مخې ته راغونډ شول او د دې سازمان د چوپتیا پروړاندې یې اعتراض وکړ او د پاکستان حکومت له خوا د جبري ایستلو بهیر د درېدو غوښتنه یې وکړه.

له بلې خوا پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د کډوالو منونکو هېوادونو ته یې د څو لیکونو په لېږلو، د کډوالو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده؛ هغه هڅې چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

تمه کېږي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه خپلې موندنې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

له هغې وروسته به ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت په تړاو یوه ناسته جوړه کړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو غوښتنه دا ده، چې هغه په خپل راپور کې د دوی وضعیت ته هم پام وکړي.