افغانستان روغتیا

افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پر اړتیا د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندق د اکټوبر په ۲۴ نېټه د ګوزڼ د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې د ماشومانو ګوزڼ درملنه نه لري او له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ماشومان واکسین شي.

د ګوزڼ نړیوالې ورځې د سږ کال شعار «ګوزڼ تاریخ ته وسپارو» ټاکل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په پنځو زونونو کې چې د وګړو شمېر یې د نړۍ تر ۹۰ سلنه زیاته ټولنه جوړوي صفر ته رسېدلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تډروس ادهانوم قبریسوس وویل: «راځئ له یو بل سره ټولنې ته د خدمت لپاره، ګوزڼ تاریخ ته وسپارو.»

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پېښو شاهد دی.

د ۲۰۲۳ کال په پیل کې د دې ناروغۍ شپږ پېښې د ننګرهار ولایت په بهسود، بټي کوټ، دوربابا، کوټ او نازیان ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

په وروستي مورد کې یو ۱۲ کلن ماشوم د ننګرهار په خوګیاڼي ولسوالۍ کې پر پولیو اخته شو.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې کارکوونکي یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره کار کوي.

یو شمېر ډاکتران له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې تر اوسه د پولیو شپږ مثبتې او ۳۹ محیطي پېښې ثبت شوې دي. د دې پېښو ثبت د روغتیايي بنسټونو جدي اندېښنې راپارولې دي.

تمه کېږي، د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په کمپاین کې چې په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري ۱۱ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي.