سویلي آسیا

پاکستاني رسنۍ: نظاماني په افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه ګمارل کېږي

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې په کابل کې د پاکستان اوسنی شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په افغانستان کې ددغه هېواد د سفیر په توګه وګمارل شي.

نظاماني اوسمهال په کابل کې د پاکستان سفارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني پاکستاني رسنیو ته د سفیر په توګه د ښاغلي نظاماني ترفیع تایید کړی او ویلي یې دي چې په کابل کې به د پاکستان سفارت مسوولیت به هغه ته وسپارل شي.

نظاماني له دې مخکې په واشنګټن، نوي ډیلي، ډاکه، برلین او جده کې د پاکستان د سفیر او همداراز د خپل هېواد لپاره په بېلابېلو دیپلوماتیکو دندو کار کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د وږي میاشتې په دوه ویشتمه چین هم جاوشینګ په افغانستان کې د سفیر په توګه معرفي کړ.

که څه هم د ښاغلي نظاماني ګمارل د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له خوا نه دي تایید شوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت چوکۍ په ۲۰۲۲ کال کې د دغه هېواد د مخکیني سفیر منصور احمد خان د کاري دورې له بشپړېدو راهیسې تشه وه. منصور احمد خان د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې کابل ته د سفیر په توګه معرفي شوی و.

جلیل عباس جیلاني ویلي چې اسلام آباد او بیجینګ افغانستان ته د «سي‌پیک» پروژې د پراختیا په اړه هم خبرې اترې کړې او په نوموړي هېواد کې د چین سفیر حضور په دې برخه کې د پرمختګ په لور ګام دی.

دا په داسې حال کې دي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې په بېلابېلو لاملونو له هغې جملې د پاکستاني طالبانو تحریک د مسلې، له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو او همداراز د دیورنډ کرښې په اوږدو کې جنجالونو له امله ترینګلې شوې دي.

د تېر زېږدیز کال په سپتمبر میاشت کې نظاماني د پاکستان پر سفارت په وسله وال برید ټپي شو او ساتونکی یې ووژل شو. خو له دې پېښې پنځه میاشتې وروسته د روان زېږدیز کال په اپریل میاشت کې نظاماني بېرته کابل ته ستون شو او دنده یې پیل کړه.