له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه له غبرګونونو وروسته اروپايي ټولنې ویلي، چې د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه به ډېر افغانان اغېزمن کړي.
د اروپايي ټولنې د امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ ویاند ویلي دي چې ښايي افغان کډوال په ځانګړې توګه ښځې او نجونې افغانستان ته په ستنېدو سره له خطر سره مخامخ شي.
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې په بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي او په ډېرو حالتونو کې د پاکستاني پولیسو له وېرې ان له خپلو کورونو هم نه وځي.
د پاکستان حکومت د بې اسنادو کډوالو د ایستلو د ضرب الاجل پای ته له یوې اونۍ څخه کم وخت پاتې دی.
د اندېښنو له زیاتېدو سره هم مهاله اروپايي ټولنې هم له پاکستانه د افغان کډالو په جبري ایستلو نیوکه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ ویاند ویلي دي چې د پاکستان دا کار به د زیات شمیر افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
د اروپايي ټولڼې د امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ ویاند پیټر اسټانو ویلي: «د زیان منونکو برخو افغان کډوال، په ګډون د هغو کسانو چې هڅه کوي د نړیوالې ټولنې له خوا د دوی امنیت تامین شي، ښایي د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې اغېزمن شي.»
په پاکستان کې افغان کډوال هم وايي چې سختې ورځې او شپې تېروي.
افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه ایستل کېږي چې دلته په افغانستان کې خلک له غربت او بې وزلۍ سره مخ دي او نجونې او ښځې هم د زده کړو او کاري فرصتونو له نشتوالي اندېښمنې دي.
له لسو ورځو څخه په کمه موده کې به بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې دغه ټول کډوال باید د اکتوبر تر ۳۱مې له پاکستانه ووځي او ټینګار یې کړی چې د دغه ضرب الاجل ټاکل شوې موده به ونه غځول شي.