افغانستان سویلي آسیا

پاکستاني چارواکي له دغه هېواده د یو زر او ۷۰۰ افغانانو د ایستلو خبر ورکړ

پاکستاني چارواکي وايي چې له دې هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره د دوی له پرېکړې راهیسې یې د یو زر او ۷۰۰ افغانانو په ګډون دوه زره او ۳۷۱ تنه ایستلي دي.

د پاکستان د سند ایالتي ادارې د کورنیو چارو سرپرست وزیر حارث نواز په خبري ناسته کې وویل چې «د ناقانونه کډوالو» ایستل له ځنډ پرته ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه چې کار نه یوازې د افغانانو بلکې په دې هېواد کې د ټولو هغو بې‌اسنادو کډوالو په وړاندې ترسره کېږي.

د نوموړي په وینا دا عملیات په ټول هېواد کې د ناقانونه کډوالو په وړاندې ترسره کېږي او دا یو شان پرېکړه ده چې سند ایالت هم ورته ژمن دی.

د سند ایالتي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاتوي د کډوالو د ایستلو بهیر د اجرا کېدو په حال کې دی.

حارث نواز زیاتوي: «د سند ایالت په زندانونو کې د ناقانونه کډوالو یو زر او ۲۱۸ دوسیې د څېړلو په حال کې دی او ډېری ناقانونه کډوال په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.»

دغه پاکستانی چارواکی په ښار کې د سولې او آرامۍ ټینګښت د کډوالو په ایستلو پورې اړوند بولي او وايي چې دوی هڅه کوي کراچۍ له جرم او جنایت پرته ښار بدل کړي.

د اسلام آباد په وینا، په پاکستان کې کابو ۱،۷۳ میلیونه افغانان هېڅ د استوګنې قانوني اسناد نه لري. د پاکستان حکومت ادعا لري چې افغانانو په روان کال کې په دې هېواد کې «لسګونه» ځانمرګي بریدونه کړي دي.

پاکستان په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو له برید راهیسې د ګڼ شمېر افغانانو کوربه دی. اسلام آباد وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر لږترلږه ۴،۴ میلیون تنه دی.

په تېرو دوو کلونو کې هم ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته تللي او د امریکا کډوالۍ د ځانګړو وېزو او یا هم د پناه غوښتونکو په توګه په متحده ایالتونو کې د مېشتېدو دوسیو د ارزونو په تمه دي.

پاکستان وایي چې د ایستلو بهیر په منظم ډول او په څو پړاوونو کې ترسره شي او ښایي په هغو کسانو سره پیل شي چې جنايي مخینه لري.

اخوا، طالبانو ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان ګواښ «د منلو وړ نه دی.»

په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې لا ترینګلې شوې، په تېره بیا د هغو تورونو له امله چې د پاکستان دولت په وړاندې ترهګر د افغانستان له خاورې فعالیت لري. خو طالبان دا ادعا ردوي.

دا په داسې حال کې دي چې تازه د امریکا پخوانيو لوړپوړو چارواکو او د بیامېشتېدو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د امریکا د ځانګړو وېزو زرګونه غوښتونکي او پناه غوښتونکي افغانان له ایستلو معاف کړي.