افغانستان

خپلو وګړو ته د بریتانیا خبرداری: افغانستان ته سفر مه کوئ

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د سختو امنیتي اندېښنو له امله دې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې افغانستان کې په مذهبي ځایونو او دیني مراسمو کې د ترهګریزو بریدونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «د ترهګرو له خوا د بریدونو د ترسره کولو لپاره د هڅو لوړ احتمال شته دی. په مذهبي ځایونو او یا هم د روژې میاشتې په شان د دیني مراسمو شاوخوا د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو لوی ګواښ موجود دی.»

د دې خبرپانې په یوه برخه کې بریتانیايي وګړو ته د طالبانو له خوا د دوی د نیولو د ګواښ په اړه هم خبرداری ورکړل شوی او راغلي چې ښايي د بریتانیا حکومت د دې نیونو په اړه ژر معلومات ترلاسه نه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د کنسولي خدماتو او اړیکو د ټینګولو په برخه کې د ستونزو له امله، ښايي د نیول کېدو موده اوږده او ناروښانه وي.

دغه وزارت افغانستان کې د بریتانیا د کنسولي برخې چارواکو د نه حضور په اړه، چې افغانستان کې یې د دې هېواد د کنسولي خدماتو پر فعالیت اغېزه کړه، هم یادونه کړې ده.

د بریتانیا حکومت د دې خبرپاڼې په بله برخه کې له خپلو هغو وګړو چې اوس‌مهال په افغانستان کې دي هم غوښتي چې خپل امنیت او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي، ځکه ښايي وضعیت په چټکه توګه بدل شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا لارښونې هغو خلکو ته د سپارښتنې په موخه چې افغانستان کې دي او یا هم دغه هېواد ته د سفر نیت لري، خپرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې بریتانیا په تېرو ورځو کې د طالبانو له خوا د خپلو دوو وګړو په خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې وه.