افغانستان

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۲،۲ ډالري بودیجې له کمښت سره مخ یو

د هرات زلزلې تازه قرباني؛ ځایي سرچینې وايي چې د هرات له کرخ ولسوالۍ څخه یوه ښځه هرات ښار ته راغلې وه ترڅو د زلزلې له زیانونو خوندي پاتې شي، خو د سړې هوا له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د تازه شمېرو له مخې، کابو ۶۶ زره تنه له دغو زلزلو څخه زیانمن شوي او د هوا په سړېدو سره، زرګونه تنه یا په موقته سرپناه کې اوسېږي او یا هم په پرانیستې فضا کې په تېره د شپې له خوا.

د اوچا په وینا، زلزلې د زرګونه کورونو د تخریب ترڅنګ بیخ بنسټونه هم له منځه وړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکی دانیل اندرس وايي: «البته بله جدي ستونزه بیخ بنسټونو ته زیان رسېدل دي. له دې امله چې د اوبو سیستم، څاګان او بمبې ټول یا یې ډېری تخریب شوي دي. په تېره بیا په ځینو سیمو کې سخت زیانمن شوي او دا یوه جدي ستونزه ده، ځکه د خلکو لپاره هېڅ اوبه نشته.»

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږۍ کوونکی وايي د هرات یو میلیون وګړي ملاتړ ته اړتیا لري په تېره بیا دایمي سرپناه ته.

خو ټولو اړمنو ته د رسېدنې په موخه د بودیجې کمښت د اوچا یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.

د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ کوونکي دفتر د ویاند مرستیاله ینس لرکه وايي: «ظاهرا زموږ بشري اړتیاوو ته د رسېدنې پروګرام موږ د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی. موږ تراوسه یوازې ۳۴ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده. موږ د دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالره کمښت سره مخ یو، هغه کسان چې اټکل کوو ملاتړ یې کولای شو، له اضافي سرچینو پرته به ددې کار وس ونه لرو.»

له دې سره همهاله د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د ښځینه ډاکترانو یوه ډله یې د هرات د زلزله ځپلو سیمو له ښځو او ماشومانو سره د مرستې لپاره لېږلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویانده مارګریت هریس وايي: «په دې ډله کې یوولس قابلې او د زېږون په برخه کې د یوې متخصصې په ګډون لس ډاګترانې شاملې دي، موږ دا کار د افغانستان د زېږون برخې له ټولنې سره په همکارۍ ترسره کړ ترڅو ښځینه ډاکترانې ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره په سیمه کې حضور ولري په تېره بیا د شته محدودیتونو له امله.»

د هرات زلزله ځپلو چې خپل هر څه له لاسه ورکړي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، په تېره بیا سرپناه، روغتیایي او خوراکي مرستو ته.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د هرات زلزلې له زیانمنو د ملاتړ لپاره د ۹۳ میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې ده.