افغانستان

د کډوالۍ نړیوال سازمان بنسټیزو روغتیايي خدماتو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي د کمښت خبر ورکړ

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړی چې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله لومړنیو خدمتونو لکه روغتیایی خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو سره، د ښځو حقونه او ازادۍ په سیستماتیک ډول محدودې شوې دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، له عامه ژوند څخه د ښځو د سیستماتیک محدودیت او اقتصادي کړکېچ په پایله کې کورنۍ شخړې زیاتې شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو او ازادیو په محدودولو سره د ښځو رواني ستونزې زیاتې شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې دوه پر درېیمه مېرمنې د خپلو رواني ستونزو راپور ورکوي او ډېری ښځې د انزوا، اضطراب او خپګان احساس کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دي چې له عامه ژوند څخه د ښځو د سیستماتیک محدودیت او اقتصادي کړکیچ په پایله کې کورنۍ شخړې زیاتې شوي او ښځو د کورنۍ له نارینه غړو سره د اړیکو د خرابېدو خبر ورکړی دی.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: «له عامه ژوند څخه د ښځو د سیستماتیک بې برخې کېدل او د اوږدمهاله اقتصادي بحران له امله په کورنیو کې شخړې زیاتې شوي دي. ښځې د کورنۍ له نارینه غړو سره د اړیکو د خرابیدو راپور ورکوي. په پایله کې د ډېرو افغانانو رواني روغتیا ته زیان رسېدلی. دوه پر دریمه برخه ښځې د رواني ستونزو راپور ورکوي.»

له دې سره هم مهاله د ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ د طالبانو د محدودیتونو پر ضد مظاهره وکړه.

یو شمېر اعتراض کوونکي وايي چې د دغو بندیزونو پر وړاندې به ودرېږي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله لومړنیو خدمتونو لکه روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شوی او ښځې له سختو مالي او رواني ستونزو سره مخ دي.

لکه څنګه چې ملګري ملتونه وايي، له دوو کلونو راهیسې طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر محدودوونکې فرمانونه صادر کړي دي.

اوس مهال، ښځې او نجونې ښوونځي، پوهنتون، کار، جیمونو او پارکونو ته له تګ څخه منع دي.

په دې وروستیو کې د روان کال په اګست میاشت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د امیر بند ته هم د ښځو تګ منع اعلان کړ.

د دې ادارې د شمېرو پر بنسټ، یوازې په بدخشان ولایت کې له شپږو روغتیايي مرکزونو څخه هره ورځ ۲۰۰ کسان د طبي مشورو لپاره دغو مرکزونو ته ورځي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي چې د دغه سازمان ګرځنده روغتيايي ټيمونه به په ټول افغانستان کې د رواني درملنې خدمتونو ته دوام ورکړي.