افغانستان

د ملګروملتونو همغږۍ کوونکی په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي

یوې سرچینې آمو ته ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو، د افغانستان په اړه راپور بشپړ کړی دی.

ښاغلی سینیرلی اوغلو ته له څو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا دنده سپارل شوې وه چې د افغانستان په اړه هر اړخیز راپور چمتو کړي.
په پام کې ده چې د دغه راپور جزیات د روان کال د نومبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.

ډیپلوماتیکې سرچینې آمو ته ویلي، تمه کېږي چې د دغه راپور امنیت شورا ته له رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د دغو سرچینو په وینا جاپان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د دغې غونډې کوربه توب ته لېواله دی.

شل ورځې وړاندې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کېږي. په دې غونډه کې اکثرو ویناوالو او د هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راپور ته په تمه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي له خوا په دې راپور کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر مشره روزا اتونبایوا وايي: «د بیا ښکېلتیا په ستراتیژۍ کې باید داسې حل لارې شاملې وي چې د بر حاله واکمنانو ټولې د اوږدې مودې اندېښنې حل کړي. او په دې کې باید یو ډول بین الافغاني خبرې اترې شاملې وي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره پرې شوې وې. دا ډول تعامل د نړیوالې ټولنې د لا همغږۍ دریځ ته اړتیا لري. موږ د دې او نورو مسلو په اړه د ځانګړي همغږي کوونکي راپور او د هغه لیدنو ته انتظار باسو.»

فریدون سینیرلی اوغلو کابو پنځه میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شو.

له هغه وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښاغلي سینیرلی اوغلو ته دنده وسپارله چې د افغانستان په اړه یو راپور چمتو کړی او دې شورا ته یې وړاندې کړي.

په دې موده کې ښاغلي اوغلو د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، ترکيې په ګډون د یو د شمېر هېوادونو له مشرانو او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.

اوس یې په دې وروستیو کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر عبدالرحمان آل ثاني سره وکتل.

باخبره او ډیپلوماتیکې سرچینې آمو ته ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د افغانستان په اړه خپل راپور وروستی کړی دی.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې ښاغلی سینیرلی اوغلو د روان کال د نومبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او د افغان وګړو اقتصادي وضعیت په ښکاره ډول تر بحث لاندې نیول شوی دی.

سیاسي کار پوه محمد سرور جعفري وايي: «په افغانستان کې وروستیو بدلونونو ته، ملګري ملتونو او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په ښکاره او جدي توګه غبرګون نه دی ښودلی، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې د پراخ خنډ او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د رامنځته شویو ستونزو په اړه. ملګري ملتونه د عمل جدي پلان نه لري. په دې شپږو مياشتو کې داسې نه برېښي چې ډېر اغېزمن پروګرام دې ترسره شوی وي.»

ډیپلوماتیکې سرچینې آمو ته ویلي چې د دغه راپور له جزیاتو وروسته به د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.
د دغو سرچینو په وینا جاپان یو له هغو هېوادونو دی چې د دغې غونډې کوربه توب ته لېواله دی.

د افغانستان د فکري ژمن ګوند مشر سلیم پیګیر وايي: «دوی په دې نه دې توانېدلې چې د افغانستان دننه او بهر یوه اجماع رامنځته کړي تر څو وکولای شو د افغانستان د خلکو ستونزې د ملګرو ملتونو له لارې په غونډو کې حل کړي.»

د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې دوه کاله تېرېږي. په تېرو دوو کلونو کې ملګرو ملتونو تل د طالبانو لخوا د بندیزونو د لګولو په اړه غبرګون ښودلی دی. خو له دې ټولو غبرګونونو سره سره طالبانو پر افغان ښځو محدودیتونو ته دوام ورکړی دی.