ورزش

نړیوال جام کې د انګلستان د ملي لوبډلې له تاریخي ماتې د کرېکټ د مینه‌والو حیرانتیا

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه.

په دې لوبه کې چې د هند په پلازمیني ډیلي کې ترسره شوه، لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او د خپلو لوبغاړو په له لاسه ورکولو په ۴۹،۵ اورونو کې یې د انګلستان لپاره ۲۸۵ منډې هدف وټاکه.

خو د بریتانیا لوبډلې په ۴۰،۳ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل چې یوازې ۲۱۵ منډې یې وکړې او د ۶۹ منډو په توپیر سره یې لوبه افغانستان ته وبایلله.

دا د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانستان د انګلستان پیاوړې لوبډلې ته ماته ورکوي او د بریتانیا لپاره هم په نړیوال جام کې تر ټولو ترخه ماته ده.

په دې لوبه کې راشد خان او مجیب الرحمان هر یوه د انګلستان درې لوبغاړي وسوځول، محمد نبي دوه ویکټې واخیستې او نوین الحق او فضل الحق فاروقي هم هر یوه د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بریتانیا په وړاندې د افغانستان بری د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له غبرګون سره هم مخ شوی دی.

یو پاکستانی وګړی حفیظ عتیق په دې اړه وايي: «د افغانستان لوبډله د انګلستان او د انګلستان لوبډله د افغانستان لوبډلې په توګه وه. افغانانو ته مبارک وي.»

د پاکستان د ملي لوبډلې یو پخوانی غړی یاسر حمید قریشي وايي: «د افغانستان لوی بری، زما په نظر د دوی د کرېکټ لپاره لویه ورځ ده، ځکه دوی د اتلولۍ ادعا ته ماته ورکړې، هغه هم د هند په نړیوال جام لوبو کې.»

دا په داسې حال کې دي چې افغانستان له دې مخکې د بنګلادېش او هند په وړاندې لوبو کې ماته وخوړه.

ټاکل شوې افغان کرېکټ ملي لوبډله د روانې اونۍ په چهارشنبې د نیوزیلنډ لوبډلې په وړاندې لوبه وکړي او د راتلونکې اونۍ په دوشنبې له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ورشي.