افغانستان

توماس ویست: د افغانستان شیعه وګړي له تاوتریخجن افراطیت څخه کړېدلي دي

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست د بغلان په پلخمري ښار کې پر شیعه لمونځ کوونکو د وروستي برید په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان شیعه وګړو «له تاوتریخجن افراطیت څخه ډېر کړاونه زغملي دي.»

هغه نن دوشنبې د تلې په ۲۴مه پر ایکس ټولنیزه پاڼه په یوه پیغام کې ددې برید په اړه خواشیني څرګنده او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

توماس ویست په دې اړه لیکلي: «په پلخمري کې د تېرې جمعې ورځې د ترهګر برید په هکله چې له امله یې ګڼ شمېر شیعه لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شول، سخت خواشینی یم. د افغانستان شیعه وګړو له تاوتریخجن افراطیت څخه ډېر کړاونه زغملي دي.»

د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د سیلو پر لومړي سړک په امام زمان جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې بریدګر له ځان سره چاودېدونکي توکي په جومات کې چاودولي دي.

د دې برید د مړو او ټپیانو د کره شمېر په اړه راپور نه دی ورکړ شوی.

له بلې خوا، د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو د یوې اعلامیې په خپرولو، دا برید غندلی او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې په ټولو امکاناتو سره د ترهګریزو اقداماتو له امله ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

د امنیت شورا غړو د قربانیانو له کورنیو سره همدردي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یو ځل بیا ټینګار کوي ترهګري په هره بڼه چې وي په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم د افغانستان د شیعه وګړو پر عمومي ځایونو، جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او روغتونونو د داعش له خوا بریدونه شوي دي.

تېر کال د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز ځانمرګی برید له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

اعتراض کوونکو د هزاره وګړو خلاف بریدونه نسل وژنه بللې او د په رسمیت پېژندلو غوښتنه یې کړې.