افغانستان

هرات کې د یکشنبې په سهار د رېښتر په کچه ۶،۴ درجې زلزله وشوه

A house damaged by Sunday morning’s earthquake in Herat.

ددغې زلزلې مرکز د هرات ښار په ۳۴ کیلومترۍ کې زنده جان ولسوالي وه او د ځمکې په اته کیلومترۍ کې شوې ده.

د هرات ښار اوسېدونکو له دې زلزلې وروسته د څو نورو ټکانونو خبر ورکړی دی.

نن سهار یکشنبې د تلې په ۲۳مه لومړۍ زلزله په ۸:۶ دقیقو شوې ده.

دا زلزله د ایران په مشهد او تربت جام ښارونو کې احساس شوې ده.

د هرات د ولایتي روغتون آمریت وايي چې د نن سهار په زلزله کې ۹۳ تنه ټپیان او یو مړ شوی دی.

له دغې زلزلې وروسته د رېښتر په کچه څه د پاسه ۴ درجې نورې زلزلې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې دي چې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالب چارواکو د شمېرو له مخې، په دغه زلزله کې څه د پاسه دوه زره او ۴۰۰ تنه مړه شوي او له دوه زرو زیات ټپیان دي.

همداراز په یوه بله سخته زلزله چې تېره چهارشنبې په هرات ولایت کې وشوه، ۱۱۴ تنه ټپیان شول.