ښځې

د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: افغانستان د جنسیتي اپارتاید په ناوړه وضعیت کې دی

File-Photo, An Afghan Women Protests Taliban’s Restrictions

د غونډو د آزادۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، افغانستان د جنسیتي اپارتاید له سخت حالت سره مخ دی.

کلمان ووله وايي، په افغانستان کې د سولې د بهیر بشپړ پرېښودل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی په سیاسي ګډون کې د مدني ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعین وايي چې په افغانستان کې ښځې د طالبانو له خوا له ټولو فعالیتونو بې برخې شوي او نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

افغان میرمنې لا هم د طالبانو د محدودیتونو په زندان کې؛ له زده کړو، کار او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو بې برخې شوې دي. د ښځو مطلق اکثریت د خپلو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره لاریونونه د طالبانو لخوا ځپل شوي دي.

دلته په ملګرو ملتونو کې د سوله ییزې غونډې د ازادۍ د حق په برخه کې د دې سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، چې طالبانو په افغانستان کې سخت جنسیتي تبعیض کړی او د افغانستان اوسنی وضعیت د پخلاینې د بهیرونو د بشپړې پرېښودو پایله ده.

کلمان نیالتسوسي ووله زیاتوي: «د سولې بهیرونه په بشپړه توګه پریښودل شوي، چې په پایله کې یې د جنسیتي توپیر یو ناوړه حالت د طالبانو لخوا، د تړلو دروازو د خبرو اترو په پایله کې، په صادقانه توګه د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې په پایله کې رامنځته شوی دی.»

د بشري حقونو سازمانونه او د ښځو د حقونو مدافعین هغه څه چې له افغان ښځو سره د طالبانو له خوا ترسره کېږي د جنسیتي اپارتاید په توګه بولي او په دوامداره توګه هڅه کوي چې نړیواله ټولنه یې د بشریت ضد جرم په توګه وپېژني. که څه هم نړیواله ټولنه طالبان د ښځو له حقونو څخه په پراخه سرغړونې تورنوي، خو د جنسیتي اپارتاید په اړه ژبه نه لمدوي.

تمنا زریاب پریانۍ چې د افغان ښځو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید د پېژندلو په اعتراض کې ناسته ده، وايي چې د اعتراضونو کاروانونه یې بېلابېلو ښارونو ته وړي.

د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني: «باید د جنسیتي اپارتاید د پېژندلو لپاره د اعتراضونو کاروان له یو ښار څخه بل ښار ته د هغو خلکو په شتون سره دوام وکړي چې په آزادۍ، عدالت او مساواتو باور لري او د هغو جنایتونو په وړاندې چې زموږ په خاوره کې ترسره کیږي اعتراض لري.»

د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو بېلابېل راپورونه؛ طالبان په افغانستان کې د ښځو په نیولو، ځورولو او شکنجه کولو تورن کړي دي- هغه څه چې طالبان یې ردوي او د ښځو د اساسي حقونو او د هغوی د ټولنیزو آزادیو په اړه خبرې نه کوي.