افغانستان سویلي آسیا

بوګتي: د افغان کډوالو د ایستلو لپاره به په ضرب الاجل کې هېڅ جوړجاړی ونه شي

د پاکستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سرافراز بوګتي خبرداری ورکړی چې د ناقانونه افغان کډوالو لپاره په ټاکل شوي وخت کې به هېڅ بدلون رانه شي او له ټاکلي وخت وروسته به ټول کډوال وایستل شي.

د پاکستان د سرپرست حکومت کابینې د روان زېږدیز کال د اکتوبر په لومړیو کې یو ضرب الاجل اعلان کړ، ټول ناقانونه کډوال چې ډېری یې د افغانستان دي باید د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې له دې هېواده ووځي.

سرفراز بوګتي وایي: «ټولو ډلو په هغه ناسته کې ګډون درلود چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه جوړه شوې وه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دوی لپاره یو وخت وټاکل شي.»

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کړې، ځینو کسانو پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی چې یو شمېر کډوال غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر افغانان چې په پاکستان کې اوسېږي له آمو سره په خبرو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي او وايي، د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره، د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي.

د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا د افغان کډوالو لپاره د ضرب الاجل اعلانول د بخښنې د نړیوال سازمان او بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون نړیوالو ادارې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا برخې مرستیاله پتریشیا ویلي چې افغان کډوال له مودو راهیسې په پاکستان کې په یوه «سیاسي فوټبال» کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوی حقونو ته له پامه پرته یوې او بلې خوا ته کاږل کېږي.

که څه هم اسلام آباد ټینګار کړی چې د وتلو لپاره دا وخت یوازې افغان کډوالو ته نه دی ورکړ شوی، بلکې په دې هېواد کې ټول ناقانونه کډوال پکې شاملېږي.

سرفراز بوګتي وايي: «ټولو وګړو ته چې د هر هېواد اړوند دي، هېڅ ستونزه به ورته جوړه نه شي، که دوی وېزې او یا اړین اسناد ولري.»

ملګروملتونو هم له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو د فشار له راوړلو ډډه وکړي او پرېږدي چې هغوی په خپله خوښه په دې هېواد کې ژوند وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، کابو ۱،۳۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې (PoR) راجستر شوي د کډوالۍ کارتونه لري او همداراز څه د پاسه ۸۴۰ زره نور (ACC) کارتونه لري.

له بلې خوا، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې ۸۲۰ کورنۍ له پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه ستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کورنیو کې څلور زره او ۹۷۵ تنه او ۳۹۱ نور هغه کسان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان و شامل دي.