افغانستان

د دوحې په مذاکراتو کې د خلیلزاد همکاره: «د دوحې هوکړه» د افغانانو او امریکا په زیان وه

د امریکا د ملي امنیت شورا د مرکزي او سویلي اسیا مخکینۍ رییسه لیزا کرتیس آمو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وايي، د دوحې بهیر له طالبانو پرته بل هېڅ لوري ته کومه ګټه نه لرله.

د امریکا د ملي امنیت شورا د مرکزي او سویلي اسیا مخکینۍ رییسه لیزا کرتیس وايي: «یوه مرکه داسې وخت کې مانا لرونکې ده چې په هغه کې راکړه ورکړه وي او همداراز د دواړو لوریو له خوا جوړجاړی موجود وي. ښه، طالبانو چې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړ او خبرې‌اترې د افغانانو په ګټه نه وې، نو زه ډېره ناهیلې وم.»

دغه مخکینۍ امریکايۍ چارواکې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرواترو له بهیره یوه خبره څېره ګڼل کېږي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له مخکیني استازي زلمي خلیل‌زاد سره یې یو ځای په دوحه کې ماموریت درلود.
هغه بیا له طالبانو سره د خبرواترو په بهیر کې د ښاغلي خلیل‌زاد پر کړنو شک لري.

مېرمن لیزا کرتیس زیاتوي: «زه فکر کوم چې ښايي سفیر خلیل‌زاد (وضعیت) په ناسم ډول ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کاوه. یو لوی ناسم پوهاوی د دې په اړه و، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته څه کېږي او یوازې د ګوتو په شمېر کسان وو چې د روان وضعیت په اړه پوهېدل.»

د دې مرکې په بله برخه کې اغلې لیزا د هېواد د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني اقدامونو ته اشاره کوي.

هغه وايي، د محمد اشرف غني ځینې اقدامونه ګنګس کوونکي وو، او لا هم فکر کوي چې ولې ښاغلی غني امریکا ته په خپل وروستي سفر له صادقانه پیغام سره رانغی؟

د امریکا د ملي امنیت شورا د مرکزي او سویلي اسیا مخکینۍ رییسه وايي: «کله چې ولسمشر غني واشنګټن ته سفر وکړ، د ۲۰۲۱ کال په جون یا جولای میاشت کې؛ هغه په دروغجنه توګه خپله یوه زړوره څېره ښکاره کړه او ځان یې د یوه کړکېچن وضعیت د مشر په شان چې په پرله‌پسې توګه د ولایتونو د سقوط شاهد و، څرګند کړ. له همدې امله تل ګنګس کوونکې وه چې ولې هغه امریکا ته له ریښتینو نظریو سره رانغۍ. او ایا په رښتیا پوهېده چې هېواد کې یې څه کېږي؟»

د دې مرکې په دوام کې اغلې لیزا وايي، لا هم طالبان له القاعدې سره اړیکې لري او د القاعدې شبکې ځینې غړي له دې جملې کاپيسا کې د طالبانو والي د دوی له خوا په بېلابېلو ځایونو کې کار کوي.

د نوموړې په وینا، د دوحې هوکړه‌لیک نه دی توانېدلی له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو مخه ونیسي.