افغانستان

د مرګونې زلزلې په اړه د زنده جان ولسوالۍ د چاه‌آب کلي د اوسېدونکو ترخې کیسې

د زنده جان ولسوالۍ چاه اب کلی چې د شنبې ورځې له زلزلې خوندی پاتې و، د چهارشنبې ورځې د زلزلې په پایله کې په کنډواله بدل شو.

۵۵ کلن میرزا خان د دې زلزلې په اړه وايي: «ټول ویده وو، ناڅاپه زلزلې موږ حیران کړو، سخت شوک یې راکړ. په خېمه کې وو، وروسته مې لمونځ وکړ ومې لیدل چې ټول پاتې کورونه وران شول، د لمر په راختو سره هرڅه تمام شول.»َ

په دې کلي کې ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي.

د شنبې ورځې له زلزلې وروسته د ټکانونو وېره د دې لامل شوې وه، چې دوی په خیمو کې پاتې شي.

دلته ډېرې خیمې لیدل کېږي، چې د دې خلکو دودیزې خیمې دي او له نویو رسېدلو مرستو څه نه تر سترګو کېږي.

اوس‌مهال د اړتیا وړ ډوډۍ، اوبه او سرپناه د دې خلکو اصلي اندېښنه ده.
اتیا کلنه نور بي‌بي هغه شېبه په یاد راوړي چې څنګه د زلزلې له وېرې تښتېدلې ده.

هغه وايي: «کله چې زلزله پيل شوه؛ ډېره ووېرېدم. له ټولو لمسیانو سره له خېمې بهر ووتو، په بهر کې ودرېدو، سهار وختي و، هوا هم سړه وه.»

ملګري ملتونه وايي، هرات کې د چهارشنبې ورځې د زلزلې په پایله کې ۱۴۰ تنه ټپیان شوي او پنځو ولسوالیو کې ۱۱۰ کلي زیانمن شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویلي، چې له دې پېښې دوه مړي یاد روغتون لېږدول شوي دي.