سوداګري

له یوه قطري شرکت سره د جبل‌السراج د سمنټو کارخونې د فعالولو تړون

د جبل‌السراج د سمنټو د تولید کارخونې د فعالیت تړون نن پنجشنبې له یوه قطري شرکت سره چې ټاکل شوې پر دغې پروژې ۲۲۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي لاسلیک شو.

د کانونو وزارت لپاره د طالبانو سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې ددغه تړون د لاسلیک پرمهال وویل چې ددغې کارخونې د کار په پیلېدو سره به د ۵ زره تنو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د هغه په وینا، دا کارخونه به په یوه کال کې یونیم میلیون ټنه سمنټ تولید کړي او د سمنټو د اړتیا وړ مواد به د ننه په افغانستان کې برابر شي.

د جبل السراج د سمنټو د تولید کارخونه په ۱۳۳۷ کال کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په پانګونې فعالیت پیل کړ، خو ددغې کارخونې کار څو ځله درول شوی دی.

د مخکیني دولت د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې اعلان وکړ چې ددغې کارخونې د دوهمې برخې د جوړولو کار د ۱۷۰ میلیون ډالرو په پانګونې او په کال کې د یو میلیون ټنو په تولید سره داوطلبۍ ته سپاري.

دا په داسې حال کې دي چې اوسمهال د افغانستان د اړتیاوړ سمنټو ډېره برخه له صادراتي سمنټو برابرېږي.