افغانستان

د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې د افغان نجونو سخت ژوند

د کابل یوه څنډه، یوه څوارلس کلنه نجلۍ له ستونزو سره سره، د سرکیو اوبه پلوري.

پلار یې ناروغ او هغه د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکې ده. فاطمه وايي د اووم ټولګي زده کوونکې وه چې د طالبانو له خوا له زده کړو بې برخې شوه او اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.

نن د نجونو نړیواله ورځ ده، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شپږ ټولګي پورته نجونې، په نړۍ کې یوازینۍ له زده کړو بې برخې نجونې دي.

د یونسکو په وینا په افغانستان کې څه د پاسه درې میلیونه نجونې زده کوونکې له زده کړو بې برخې شوې دي.

له بلې خوا، د یو شمېر کورنیو اقتصادي ستونزو نجونې د واټونو ترڅنګ سختو کارونو ته اړ کړې دي، د دوولس کلنې پریسا په شان چې په کراچۍ د خلکو توکي ورته لېږدوي.

نوموړې وایي: «زه د هټیو له مخې بارونه وړم، په کوڅو کې مو طالبان نه پرېږدي، ځینې کسان چې بارونه له موټرو کښته کوي زه یې ترې اخلم کورونو ته یې ورته رسوم.»

د عمومي اسمبلې په درېیمه کمیټه کې، په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم پر هغه څه نیوکه کوي چې د افغان نجونو او ښځو په وړاندې یې د طالبانو ځپونکی سیاست ګڼي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «د افغان ښځو او نجونو له اساسي حقونو او آزادیو سیستماتیکه سرغړونه چې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له امله په افغانستان کې ښځې او نجونې له جنسیتي تبعیض یا د جندر له اپارتاید سره مخ دي او د زده کړو او کار له اساسي حقونو بې برخې دي.»

د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو ورسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې یو ځل بیا له زده کړو، کار او ځینو آزادیو او د ټولنیزو فعالیتونو په ګډون له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

ملګروملتونو، یو شمېر هېوادونو او ډېری نړیوالو سازمانونو طالبان له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو په پراخې سرغړونې تورن کړي دي، خو طالبانو پر ښځو لګول شوي محدودیتونه یوه کورنۍ موضوع بللې ده.