افغانستان

په هرات کې د چهارشنبې د زلزلې له امله دوه تنه مړه او ۱۱۷ نور ټپیان شول

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي چې د چهارشنبې سهار د زلزلې له امله ۱۱۷ تنه ټپيان او دوه مړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د زلزلې سنجولو ادارې، په هرات کې د نن سهار د زلزلې کچه د رېښتر ۶،۳ درجې اعلان کړې ده.

ددغې زلزلې مرکز د هرات زنده جان ولسوالي بلل شوې ده.

دا زلزله د چهارشنبې د سهار په ۵:۱۱ دقیقو د ځمکې په لس کیلومترۍ کې شوې ده.

ولسي سرچینې وايي چې دا زلزله په مشهد، هرات، فراه، نیمروز او بادغیس کې هم احساس شوې ده.

ویل کېږي چې دغې زلزلې نور ټکانونه هم لرلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د شنبې په ورځ د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات زنده جان ولسوالي ولړزوله.

طالبان وايي چې ددې زلزلې له امله څلور زره تنه مړه او ټپیان شول.